په هرات كي ۵ تنه سړي تښتونكي نيول شوي

56 | نوومبر 16th, 2009


د هرات ولايت چارواكي وايي چي تېره ورځ يې په دغه ولايت كي پنځه تنه د اختطاف په تور نيولي دي
د هرات د قومندانۍ مرستيال سمونوال رحمت الله ازادي راډيو ته ويلي چي، نيول شوو كسانو په خپل جرم اعتراف كړى او دا يې هم منلي دي چې په دې وروستيو كي يې د يوه افغان سوداګر زوى تښتولي وه او د خوشي كېدو په بدل كي يې ۳۰۰۰۰ امريكايي ډالره غوښتي وه
بل خوا د فراه ولايت چارواكو هم ويلي دي چي په دې وروستيو كي يې د يوې اختطاف كونكي ډلي د نيولو هڅي پيل كړي دي
دوى دغه خبري وروسته له هاغه وكړې چي د افغانستان ملي امنيت په يوې اعلاميه كي ويلي چي د فراه ولايت په كاريز شير كلي يې د اخترمحمد په نامه يو برمته كونكى نيولى دى

Copyright Larawbar 2007-2024