دکندزد ١٤٠٠ ښوونکو څخه دارزيابې ازموينه واخيستل شوه

د لراوبر اداره | نوومبر 16th, 2009


 دغه ښوونکې دکندز دمرکز په ګډون دشپږو ګونو ولسواليو داړوندو ښوونځيو وو چې تيره ورځ ناوخته ددي ولايت دښوونکې په روزنييز مرکز کې له کابل څخه راغلې پلاوې لخوا يي دارزيابې پروسه سرته ورسيده .



په دي آزموينه چې دښځيينه ښوونکوپه ګډون څه دپاسه ١٤٠٠ تنه وو په کې ګډون کړي وو دکندز دپوهنې ريس عبدالمقيم حليمي پروينا چې په دي  سره به دښوونې اوروزنې بهير نورهم چټک شي اوهغه نميګړتياوي چې ښوونکوپه خپلو کارونو کې درلودي دهغو داصلاح لپاره دايومثبت ګام دي .



همداراز ددي ولايت دښوونې او روزنې دوه تنه ښوونکې هر يو عبدالکريم (وحدت) اوکاکړ هم دغه تګلاره لادمخه بريالې بولې او وايي چې ددي پروسې په پلې کيدو سره به دښوونکو اقتصادي ستونزې ليرې شي.


بايد وويل شي چې په کندز ولايت کې دچارواکو پروينا په ټولييز ډول اوه زره ښوونکو ددي پروسې لپاره يي خپل نومونه ثبت کړي دي چې پاتي به يي په نورو  پړاوونو کې دغه ارزيابې ترسره کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024