هلمند: پوليسو ومنل چې طالبانو ځوان اعدام كړ

34 | جنوري 18th, 2008


دهلمند امنيتي مسؤلينو ومنل چې په موساكلا ولسوالي كې يوځوان وسله والو طالبانو اعدام كړى دى .پوليس وايي چې داځوان عبدالولي نومېده او طالبانو په دار ځوړند كړى دى ، پوليس داكار تېره شپه بولي او وايي چې دغه كس په موساكلا ولسوالي كې مزدوري كوله چې دطالبانو له لوري اعدام شو خو طالبانو لا له وړاندي لراوبر ويپاني ته وويل چې داكس عبدالولك نومېده او پر ده باندي دجاسوسۍ تور وو. ډېرى خلك په دې باور دي چې وسله وال طالبان هرهغه چاته دجاسوس جزا وركوي چې ددوى ناخوښه وي .

Copyright Larawbar 2007-2024