اختر

د لراوبر اداره | نوومبر 17th, 2009



څوک پوهيږې داختر په قدر دلته
نشته نشته عزيزانـــــو اختر دلته
اخترمينه اوقربت دې حقيقت کې
مينــه نشته ،عشق نشته ،دلبردلته
اخترفخردمومســـــن اودمسلم دې
کړه مــومنه په خوارانو نظردلته
که لرې ته استعداد او دمعاش نن
ځـــــلوه خپل استعداد او هنردلته
هــريوکار به دعقبى په تمه وکړو
خيرکه نن ورځ نښه نشته ،اثردلته
نيک کارونه صدقې کاردمشرانــو
که تعقيب کړوخودبه وينو ثمردلته
اخترزيرې اوډالۍ هريومسلم تـــه
دغه زيرې قبلوې بختوردلــــــــته

امان ګرځـــــم دلارښود په تمه تمه
راکړې ربه ښه پيشوا او رهبر دلته

کونړ بريکوټ
 

٢٥ ٩  ١٣٨٨

Copyright Larawbar 2007-2024