ښكلې نجلۍ او ديو

د لراوبر اداره | نوومبر 18th, 2009


ؤ نه ؤ، ډېر پخوا ېو بډا(مالداره) سوداګر ؤ، هغۀ درې لوڼې درلودې چې دوه يې چټي او بې كاره وې، او دا كشره يې د ښكلا له كبله ښكلې نومېده چې ډېره نېك خويه او نرم طبيعته وه.
ېوه ورځ درې واړه خوېندو واورېدل چې د پلار ټولې بېړۍ ( كشتۍ ګانې) ډوبې شوي دي. دې دوو مشرو خوېندو ډېر بد حال واچو چې مونږ بې وزلي شولو، او همداسې بدخلقي يې كوله چې اخر د پلار حوصله يې ور ختمه كړه او په قهر شو، د نا چارۍ څخه بانګ ته ولاړو چې پېسې پور كړي. له بده مرغه دا غوښتنه يې هم رده شوه، مګر چې كور ته راغئ لوڼو ته يې ووېل ّ ما واورېدل چې زما ېوه بېړۍ په سلامتيا سره خپل ځاى ته ورسېده، زه به ولاړ شم بندر (د كشتېو تم ځاى ) ته وبه ګورم چې رښتيا ده او كه نه؟ ّ
مشره لور يې چې د بغض او كينې څخه ډكه وه، خپل پلار ته يې نارې كړې: ّ پلاره ! كه چېرته بېړۍ سلامته وه نو ماته وريښمينې جرابې او د قيمتي ډبرو ېو څو غمي راوړه ّ .
ّ او ته ښكلى تا ته څه راوړم؟ دا خبره پلار كشرۍ لور ته وكړه. ښكلى ووېل ّ په خېر او سلامت دې خداى (ج) راوله پلاره، او ماته فقط ېو د ګلاب ګل راوړه چې زما د ګلاب ګل ډېر خوښيږي. ّ
پلار يې د ېوې ډېرې سړې سيمې له ليارې په سفر ولاړ، او د ېو اوږود سفر څخه وروسته خبر شو چې په ريښتيا بېړۍ سلامته ده، او ويې كولاى شول چې دا بېړۍ په ډېرو پېسو خرڅه كړي مګر چې كور ته راته په ځنګله كې ورڅخه لاره وركه شوه، ېو ناڅاپه مخې ته يې ېو څوك راغئ او ويې وېل ّ ما پسى راځه ّ سوداګر يې د ېوې لوېې ماڼۍ په لور روان كړ. كله چې يې د ماڼۍ په ور كې يې پل كېښود، نو فكر يې وكړ چې ژمئ نور تېر شو. دا سوداګر دننه ېو لوې صالون ته ننوت چې پكې روښانه اور بل ؤ. دې لارښود دا سوداګر د ېو صالون نه بل صالون ته وړلو، مګر هيڅ چېرته د انسان اثر نه ليدل كېدۀ. په پاى كې دا سوداګر ېو صالون ته ورسېدۀ چې پكې ېو مېز ايښئ ؤ او ميز ته كښېنا ست په خوند يې خوراك او څښاك وكړواو بيا يې اور ته نږدې ډډه واچوله. سبا ته يې هڅه وكړه چې ددې ماڼۍ خاوند پېدا كړي او ورڅخه د مېلمه پالنې مننه وكړي، مګر هيڅ انسان يې پېدا نه كړ.
كله چې د ماڼۍ څخه وتلو، نو ور په ياد شو چې خپلې لور ته ېو ګلاب هم وشكوي. كله چې ګلاب يې وشكولو، نو سم دلاسه ېو غړمبېدلئ اواز وشو، ګوري چې د دېو په شان ېو شئ دئ، او ويې وېل ّ ښه نو، داسى ته زما د مېلمه پالنې څخه مننه كوې ، چې راڅخه ګل پټوې؟ نو ددى د پاره ته باېد مړ شى، يعنى د مرګ جزا باېد درته دركړ شي ّ.
دا مسكين سوداګر ورته په زارېو شو او د هغې وعدې څخه يې خبر كړ كومه چې يې خپلې لور سره كړې وه. دېو په غړمبېدلي غږ سره ووېل: ّ ګورو به چې په لور دې ته واقاً ګران يې او حاضره ده چې ستا ژوند وژغوري؟…ستا لور به د ېوې مېاشتې په اوږدو كې دلته راځي، او كه نۀ زۀ به پخپله درشم او د ځانه سره به دې راولم.
سوداګر په خپګان سره كور ته ولاړ. مشره لور يې راغله او څه يې چې غوښتي وو هغه يې تر لاسه كړل. كله چې راوړئ ګل يې ښكلې ته ور كولو نو وې وېل ّ تۀ پوهېږې چې پۀ دې ګل كوم نرخ ايښودل شوئ دئ؟ ّ سوداګر لور ته ټوله قصه وكړه. ښكلې په زړه كې ډېره خپه شوه، خو پلار ته يې خپل خپګان ښكاره نۀ كړ، او ورته يې ووېل ّ ولې نۀ پلاره زه هلته په خوشحالۍ ځم، دېو به ماته هيڅ ونۀ وايي، ېو څه وخت وروسته به بيا پوښتنې ته دې درشم، ته خپلو كارونو ته پام وكړه ّ .
د پلار وفاداره اۤسونوښكلې د دېو ماڼۍ ته بوتله. كله چې ماڼۍ ته ورسېده نو نۀ پوهېده چې څه وكړي. ېو څوك راغئ چې ښكلې ته لار وښايي، هغه مخكې او ښكلې ورپسې تر څو چې ماڼۍ ته يې ننويسته. دا خواركۍ د دېو له وېرې څخه رپېدله. لارښود ښكلې د خوب ېوې ډېرې ښاېسته كوټې ته ورسوله، هلته د سينګار مېز باندې ېو د ګاڼو بكس ايښئ ؤ چې په كې ډېرې ښكلي ګاڼې او قيمتي غمي ساتل شوي وو، د بكس په څنګ كې د ګلابو غونچه ايښودل شوې وه ، كومه چې د ښكلې ډېره خوښېده.
ّ دا ټول ستا دي ّ لارښود ووېل. ّ دا ټول زما بادار تاته ايښي دي ّ. بېا د ښكلې سترګې د كالو په المارۍ ولږېدې چې پكې وريښمينې جامې او نورې جامې چې د ارزښتناكې ټوټى څخه جوړې شوې وې، او هم په مرېو رنګين ګنډل شوي بوټان او رنګه پيوي ايښي وو.
ښكلې دا ښاېسته جامې ژر په تن كړې. بيا چې يې ځان په هنداره كې وكوت ، خپل ځان يې ونۀ پېژاند چې داسې په كې ښكلې او غټه ښكارېده. ّ دا نوم واقاً تا سره ښۀ ښكاري ّ. ېو ناڅاپه دېو يې پۀ مخ كې ودرېد او دا مسكينه د وېرې څخه په شا ولاړه، خو بېا يې هم په ډېر ادب سره سلام واچولو او دېو هم ورله ښه راغلاست ووېل، او هم يې ورته ووېل ّ له تا څخه مننه كوم چې ته دلته راغلې ښكلې ! زه هيله لرم چې هر كله به ېو بل ته وخت ولرو. زه هم ډېر عمر دلته ېواځې وم ّ. ښكلې په ځواب كې ووېل ّ دا هم ماته د كاميابۍ او د وياړ ځاى دئ ّ.
هر مازديګر به دېو د ښكلې سره د ډوډۍ كوټې ته چېرته چې رقم رقم خوراكونه ايښي ؤ تلل، خو دېو هېڅ هم نۀ خوړل. ښكلې به خپله د ماښام ډوډۍ د نغري تر څنګ خوړه او دواړو به ېو بل سره غورې كولې.
ېوه شپه كله چې ګړۍ (ساعت) د نهو بجو زنګ ووهه نو دېو ښكلې ته اشاره وكړه چې برنډې ته راشي، او هلته يې ورڅخه پوښتنه وكړه ، دا ريښتيا ده چې ته په خپله خوښه دلته راغلې ېې؟ ښكلې ووېل ّ هو، دا چې تا احسان وكړ او پلار مې دې د مرګ څخه وژغورۀ نو زۀ غواړم چې په خپله وعده ټينګه اوسم او ددې ښيګڼې پور ادا كړم ّ. دېو ووېل ّ ښه! اوس نو ته د پلار كور ته دې تګ راتګ كولاى شې، مګر ددې نه دمخه باېد زما ېو سوال ته ځواب راكړې، چې ايا دادې په فكر تېرېداى شي ، چې ېو وخت نۀ ېو وخت به ستا زما سره مينه وشي؟ په دې خبرې نژدې ؤ چې د ښكلې زړۀ د خپګان نه وچويي، ښكلې ځواب وركړو ّ هو، زه هيله لرم چې تاته په خپل زړۀ كې ځاى دركړاى شم ّ. دېو ووېل ښه نو ته كولاى شي چې ېو څۀ مودې د پاره پلار كور ته ولاړه شې. زه به په تا اعتبار وكړم چې ېوه مياشت وروسته به بېرته راشې ّ.
د ښكلې پلار د حد نه ډېر خوشحاله شو كله چې لور يې وليده او فكر يې كولو چې ډېر طالعمند سړئ دئ، مخكې خو په دې فكر ډوب ؤ چې خپله لور به په ژوند كې ونه ګوري. ښكلې پلار ته ووېل ّ دېو پر ما باندې بې حده مهربانه ؤ او ما ورسره وعده كړې چې زۀ به بېرته ورځم ّ. خپل پلار ته خو ېې نۀ شول وېلئ چې دېو غواړي دا ېې مېرمنه شي. ددې خبرې خيال بالكل نوئ او ډارونكئ ؤ. اونۍ اونۍ تېرې شوې خو ښكلې پدې فكر نه وه چې د دېو ماڼۍ ته بېرته ولاړه شي ـ تر هغه چې ېوه شپه ېې په خوب كې هماغه لارښود وليد چې د دېو ماڼۍ ته ېې بولې وه، د ور په خولۀ كې ېې دېو وليد چې ورته سترګې په لار ولاړ دئ ـ په فكر ډوب او نا امېده ښكارېدۀ ، د ونو وچې پاڼې ېې پر پښو خورې وې او په غړمبېدو ېې سا راښكله.
سبا ته ښكلې خپلو دواړو خېندو ته ووېل ّ زه به بې د ځنډه ضرور د دېو ماڼۍ ته ځم ّ. دواړو خوېندو ېې ژړل او په ژړا كې ېې ووېل ّ غواړې چې خپله كورنۍ د تل د پاره پرېږدې؟ پاتې شه كور كې او دا بد شكله دېو هېر كړه ّ. ښكلې په دې خبرو قناعت ونۀ كړو او وې وېل ّ ما د دېو سره وعده كړېده چې زۀ به بېرته ورځمه ، نو اوس په خپلې وعدې ودرېږم. ما خوب ليدلئ چې دېو د ېواځېتوب لۀ كبله ورځ تر ورځ كمزورئ كيږي ّ.
ښكلې ېوه جوړه ډېرې ښايسته جامې چې ورته دېو سوغات كړئ وې واغوستې او د ماڼۍ په لور روانه شوه. كله چې ماڼۍ ته ورسېده نو په خپګان سره ننه وتله، چې ګوري دېو مرګونئ د ماڼۍ په زينه پروت دئ. ّ ما وبښه ّ دا غږ د ښكلې د خولې څخه ووت. ّزه بېرته راغلمه او تر هغه پورې به پاتې شمه تر څو چې ستا خوښه وي ّ. دېو په ضعيف اواز ووېل ّ ايا تۀ پۀ رښتيا كولائ شې چې ما غوندې بد شكله بلا ته په زړۀ كې ځاى وركړې؟ ّ. ښكلې په ځواب كې ووېل ّ هو، هغه څوك چې تا پۀ ريښتيا سره پېژني ته ورته بدرنګ نه ښكارې.
دا خبره چې څنګه د ښكلې د خولې څخه ووتله، ېو ناڅاپه د ماڼۍ په منځ كې رڼايي خپره شوه او دېو په ېو ښكلي ځوان شهزاده بدل شو او وېې وېل ّ ستا مينې هغه بده بلا وركه كړه چې لۀ ما څخه ېې ېو ډارونكئ دېو جوړ كړئ ؤ. اوس نو تانه تپوس كوم چې غواړې زما مېرمنه شې؟ ّ ښكلې ووېل ّ هوّ بيا شهزاده ورته ېوه ښكلى ماڼۍ وښودله او ورته ېې ووېل:
ّ دا زما كور دې ّ
دواړو د ناوې كورنۍ راوبلله چې پۀ وادۀ كې برخه واخلي. د شهزاده كورنۍ هم راغله چې د ېواځېتوب نه د خلاصېدو خوږې شيبې ونمانځي. پۀ دې شان شهزاده او ښكلې سره مېړۀ او مېرمن شول او كلونه كلونه ېې د ېو بل تر خوا د نېكمرغۍ او خوشحالۍ ژوند وكړو.#

د المان د مشهورو قصه ليكونكوګريم ورونو د قصو څخه

Copyright Larawbar 2007-2024