غزل

د لراوبر اداره | نوومبر 18th, 2009


چې نظر دخپل جانان دسترګونه شې
تر هغه به يې ارمان دسترګونه شې

په اختیارکې مې دزړه نه دي جانانه
چې خفه مې په باران دسترګونه شې

تش په غم مې مه راځه دزړه هم اوره
لکه اوښکې بندیوان دسترګونه شې

زما دسترګو په ائینوکې ځان ته ځیرشه
په حیرت مې چې حیران دسترګونه شې

دستومانو ارزوګانو مجبوري وه
په شوخي چې مې پریشان دسترګونه شې

دسپیڅلي محبت روی مې دروړی
هسې تش مې چې ګمان دسترګونه شې

ډار ددار او درسن به درسره وي
په بڼو چې اویزان دسترګونه شې

دنظر پستې څپې به درته غیږ کړم
وار خطامې په طوفان دسترګونه شې

په لیدو چې د(حسن )ټیټي په ناز شوې
په وعده چې پښیمان دسترګونه شې

***

له مودو مې دخپل غم داستان ایسار و

نن مې سرو سترګو دنم په ژبه راوړ

درد دعشق وي هر سړی په زړه ځپلی

هسې مونږبس دقلم په ژبه راوړ

Copyright Larawbar 2007-2024