بادغیس : د مننجمنت ٧ ورځنى سیمينار پيل شو

د لراوبر اداره | جنوري 6th, 2010


د بادغیس دښوونځيو مديرانو ته د اداري او مننجمنت ٧ ورځنى سیمينار پيل شو

په بادغیس ولايت كې د دغه ولايت د ولسوالیو دښوونځيو وآمرينو او سرمعلمینو ته د ادارى او مننجمنت ٧ ورځنى سيمينار دنوموړى ولايت دقلعه نو دنسوانو په ليسه كى پيل شو.

نوموړى سيمينار د ورلد ويژن موسسى په مالى لګښت او دبادغيس ولايت دپوهنې رياست لخوا په لاره اچول شوى چى دبادغيس ولايت دمرغاب، جوند او مقر ولسواليو د ښوونځيو ۲۰۰ تنو مديرانو او سرښوونكو گدون كړى چى له مخی یی د اداري سيستم په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی.

دیادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانيستل به د ښوونکو او دپوهنې مسئوولينو د پوهې د لوړولو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشیندی.

Copyright Larawbar 2007-2024