کور / سياسي / پينځوس ميليونه امريکايان د خوړو دپاره پيسې نلرى

پينځوس ميليونه امريکايان د خوړو دپاره پيسې نلرى

منبع:د جرمني د Die Zeit- Online دنومبر د ١٧ نيټې خپرونه



د Nord Carolina په Charlotte کي د وړيا خوړو مرکز

نړيوال بحران د نړۍ په دې ستر اقتصادي ځواکمن هيواد کي اوس ډير خلگ تر ستوني نيولي دي.په ٢٠٠٧ کال کي تقريباً پينځوس ميليونه امريکايانو ته په ماړه نس ډوډۍ نه رسيدله.که په ٢٠٠٧ کال کي د امريکې ١١ فيصده کورنۍ د پوره خوړو څخه بې برخي وه، خو په ٢٠٠٨ کال کي چي د بحران کال بلل کيږي ، دغه فيصدي ١٤،٤ ته جگه سوه. دغه ارقام د امريکا د متحده ايالاتو د کرهڼي د وزارت په يوه څيړنه کي ذکر سويدي. په دې څيړنه کي ويل کيږي چي ٥٠ ميليونه امريکايانو دونه پيسې يې نه درلودې چي په ماړه نس ډوډۍ په رانيسي. د امريکې جمهور رئيس بارک اوباما دا خبره ځکه ډيره خواشينونکې بللې ده چي په دې وږو کسانو کي ډير کوچني ماشومان وه.ده په يوه رسمي بيانيه کي دا ژمنه کړيده چي د لوږي په وړاندي به مباره اعلام کړي. دامريکې د کرهڼي وزارت وايي چي نيستمنو خلگو په مختلفو ډولونو خپله ګزاره کوله. دوه ثلثه ,وايي چي دوي به د مفليسۍ له امله ارزانه او ورستو غذايي موادو ته لاس اچاوه،يا به هغو خيريه مرکزونو ته تلل، چي په وړيا توگه به يې دوي ته ښوروا ورکول او يابه يې د نورو امکاناتو څخه استفاده کوله. د دوي څخه يو ثلث وايي چي واقعاً يې د پوره خوړو د رانيولو وس نه درلود او کوښښ يې کاوه چي په نيم نس قناعت وکړي.

تبصره نسته

  1. الله دی تر دغه ډیر بدژوند سره امریکایان مخ کړی