بېړنی خبر: کابل کې د توغندي برید

اسدالله زړه سواند | نوومبر 21st, 2009


شیبه د مخه د کابل ښار په ګڼه ګوڼه سیمه یعنی پښتونستان واټ باندی توغندی لګیدلی چی له امله یی اوه تنه ټپیان شوی او د وژل شویو په اړه کره معلومات نشته دی.
امنیتی چارواکی وایی په ټپیانو کی دوه پولیس هم شامل دی او داسی انګیری چی دغه توغندی له چهلستون غرنه را توغول شوی دی.
خلک وایی چی په غالب ګومان سره دبرید موخه جمهوری ریاست وو خو پدی سیمه کی د عدلیی ،مالیی او دکانونو وزارتونه هم موقیعت لری.
دا لومړی ځل ندی چی په جمهوری ریاست باندی راکټی بریدونه کیږی لدی مخکی هم دغه ځای څوڅوځله په نښه شوی دی .
ددی خبر په اړه نور معلومات به وروسته په لیکه شی.

Copyright Larawbar 2007-2024