کور / تازه خبرونه / بهرنيانو يو افغان ډريور په سپيو داړلئ دئ

بهرنيانو يو افغان ډريور په سپيو داړلئ دئ

په کندوز ولايت کې دبهرنيو ځواکونو له لورې يو افغان ډريور په سپيو داړل شوئ دئ .

محمد عارف دکندوز ولايت دزرخرې د چهل چنار سېمې اوسيدونکې کيلد ته دټيلفون پرکرښه وويل چې (( چې تيره ورځ ماذديګر دګورتيپې دچم تيپې په سېمه کې دزلمې په نامه دلين ډريور په کور په کندوز کې مېشتو بهرنيو ځواکونو چاپه اچولې ده.
چې نوموړې اودهغه ورور يې دسختو وهلو نه وروسته په سپيو داړلې دي .

محمدعارف وايي چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې زلمې يوټپې طالب چې په حاجې معاون شهرت لرئ دسينددغاړې څخه په خپل موټر کې راپورته کړي وو نوموړې زياتوې چې دزلمې اوس مهال روغتيايي حالت ډير خراب دي او له پزې اوغوږونو نه يي وينه بهيږې خو کله چې له محمدعارف نه پوښتنه وکړه چې ولې دغه ټپې يي په خپل موټر کې پوره کاوه هغه په غبرګون کې وويل (( چې وسلوال هم زور لرئ که چيرته يي نه پورته کوو نو بيا هم زلمې ته خطر وو)) مجيد وويل چې زلمې ددغې سېمې ټو ل خلک پيژني چې يوډريور دي عارف داهم وويل چې ددي پېښې په اړه يي دکندوزوالې ته هم شکايت کړي خوهغه ورته ويلې دي چې نوموړې به يي په اړه پوښتنه وکړي . خو له بلې خوا ددي ولايت يوتن دآمنيت آمر سمنوال عبدالرحمن ددغې پېښې په اړه نا خبرې وښودله .

ديادونې وړده چې دالومړې ځل نه دي چې دبهرنيانو له لورې افغانان په سپيو داړل کيږي څه موده وړاندې دغزنې په ولايت کې هم ورته پېښه هم رامنځ ته شوي وه .