شوټينگ
دکابل په دۍ سبزپه يوسمه کې ديوې پروژې مسوليت راله غاړه و .زما وظيفه پرکاريگرومانيتوريينگ و اوهلته به ورسره اوسيدم. اوپه خپل کاربه ټوله ورځ مسروفه وم.
يوورځ دپخواپه شان په کاربوخت وم چي دري نوي موټران ودريدل يوئي توډي موتراودوه هم نوي پيجاروډوله موټران وه ،له موټرانوڅه خلک راشوه شول کامري، ميکونه،کمپيوترونه ورسره وه اودفلم دشوټينـــگ لپاره راغلي وه.دوي خپل فلم ډکوىله چاسره به توپک و له چاسره به توپنچه وه اوله چاسره ماينونه و. داداسي شيان وچي دفلم لپاره ضروري و خوچاته ئي لکه اصلي توپک ياماين چي وي داسي ډيرتعوان نه رسوي،اودوي ورسره اشناول.
دوي نوخپل فلم ډک کئ اوپه خپله مخه ولاړل.
مونږپه خپل کاراخته و چي ماذديگرشو اوکارمو صباته پريښودي.صباته بياراغلوخپل کارته اوپه کارکولوموشروع وکړه پوره لس نيمى بجې سوي دورځي.چي ناببره مي يودرز ترغوږسو اويوتوردودراپورته شوددې دودله پورته کيدوسره سم دکوچنيانودژړاږغ هم ترغوږشو،کارمي پريښودي اوډيرپه چټکي سره راغلم داکوچنيانوته.
وامي ليدل چي دري کوچنيان دي اواورورباندي بل دي خپلوکاليوئي اوراخيستي و نوهريوبه مي په ځمکي پوري وموښي اودخاوروپه ذريع مي اورځني مړکى . له دادووکوچنيانوڅه اورژرمړشومگر له دادريم کوچني چي ټول کالي ئي اوراخيستي وه نودهغه اورپه خاورونه مړکيدي نومي خپل ځان ورباندي واچوي اودده له وجي مي خپله پښه هم وسوځوله ځکه چي کاليوئي ټول اورورباندي اخيستي واوهغه کالي ورباندي ويلي شوي وه څوڅاڅکي ئي زماپه پښوهم واڅڅيدل اوزماپښه ئي وسوځوله خپل سوځول مي هيرو دکوچنيانوپه غم کې وم.ترڅوله ټولوڅه مي اورمړکي اودستي مي سړې اوبه ورباندي واچولي.زماسره ښه و خپل موټر ودستي مي په موټرکې دري سره واچول او روغتون ته مي بوتلل،په لاره کې ټولوژړل له خپلو سوځيدلوځايونوڅه اورښتياهم ډيرپه تکليف و، دچا چي يوه گوته سوځيدلي وي ټول بدن ورسره ناارامه وى دادوي غريبانوخوټول بدن سوځيدلي و.
کله چي مي روغتون ته راورسول نودايوچي ډيرسوځيدلي وه اوترټوله غټ هم هغه وهغه په حق ورسيدي،پرپاته نورودووباندي ډاکټرانوکارشروع کړاوعاجل اطاق ته ئي يوړل.زه ورته معطله شوم اوپه دايوه کوچنى کوم چي مړشوډيره خوابده شوه فکرمي خراب وددوي په علت هم نه وم خبرچي په څه شي به سوځيدلي وخوهغه درزمي په يادوکوم چي مي اوريدلي و.داگمان مي کوي چي کيداي شي ماين به وخوماين څوک زخمي کوي اودوي خوزخميان نه و،خودماين خيال مي له ذهينه ووتي چي ډاکترانودواړه کوچنيان له عاجل اطاق څه راوايستل نومي له ډاکتره پوښتنه وکړه چي دادوي حالت خوبه دپريشاني وړنه وي ؟
ډاکترراته وويل:
چي بيغمه اوسه که خداي (ج) کول ژربه جوړشي ډيرښه کاردي کړي و چي سړې اوبه دي باندي اچولي وې ته دادوي پلارئي؟
ماورته وويل:
چي يازه ئي هيڅ هم نه يم صرف له دوي سره راغلم اوترروغتونه مي راورسول زه ئي بيخي پيژنم لاهم نه چي دچازامن دي ،څوک دي زه به له دوي سره خبري وکړم که دکوم چا ادرس ورسره وي نو باندي خبربه ئي کړم.نومي له کوچنيانوپوښتنه وکړه چي دچازامن ياست اوڅوک پيژني؟چي زه ئي دلته درته راوغواړم.
کوچنيانوراته وويل:
چي مونږ دعثمان زامن يواودهغه دتيليفون شماره هم راسره ده،ماهم به له کوم بل سوال څه دپلاردشمارى غوښتنه وکړه ،دپلارشماره ئي راته راکړه .اودستي مي زنگ ورته وواهي چي عثمانه وروره داسي يوپيښه دي له زامنوسره شوي ده ژرروغتون ته راشه اودروغتون نوم مي هم ورته وښودي.
ماچي عثمان ته داويل نودهغه له خوله څه اه پورته شوه ،چي چاوژلي دي؟
ماورته وويل:
چاوژلي نه دي سوځيدلي دي.اوداکيسه مي ورته وکړه
نوعثمان په ډيرعجزسره راته وويل:
چي ته که هرڅوک ئي زماديني ورور ئي زه اوس په خوست کي يم اودلته مي وظيفه ده.هلته اوس نشم درتللاى.زه به کورته زنگ وواهم اوزماوروربه درشي ترڅوچي هغه درځي هرشي ته که ضرورت وي نوته ئي ورته راوړه پيسي به زماوروردرکړي. خداي(ج) دي هميشه ابادلره چي زماله زامنوسره دي مرسته کړي ده .
ماورته وويل:
هيڅ شي ته ضرورت نه لري فقط يوڅوک ورته راواستوه چي ترکوره ئي بوزي نومي تيليفون بندکي اوله زامنوسره ئي په خبروبوخت شوم،اوددي واقعي پوښتنه مي ځني وکړه چي څنگه داپيښه وشوه؟
نوداکوچنيانوراته ويل چي مونږهلته دکور لپاره کاغذان،پلاستيک،لرگي اونورشيان دکوردسوځيولولپاره ټولول اوبياموکورته وړل نوهلته موکاغذان پيداکړل اويوگردي شي موهم پيداکى مانه پيژندي چي دابه ماين وي ماهغه راوخيستي خوزماورورکوم چي مړشوهغه راته وويل چي لاس مه وروړي داماين دي،خومونږئي خبره ونه منله اوپه هغه موساتيري کوله.بياهغه راغي اوله مونږڅه ئي ماين واخيستي هغه ئي غورځوي چي ماين وچودي اوزمونږکاليواورواخيست مونږخپله اورنشومړکولي خوتاسي راغي اوله مونږڅه مواورمړکي،ددي کوچنيانوپه خبروسره رايادشول چي که وداماين به له شوټينگ والاو څه پاته شوي وي کوم چي تيره ورځ دشوټينگ لپاره راغلي وه ځکه هغوپرون هم يوداسي دانه کارکړي وچي پارچي نلري صرف دودلري.