روزګان: دوې ټولګټي پروژې بشپړي سوې
دارزگان په ولايت دترينكوټ په مربوطاطوكې دروان كال د لړم په مياشت كې دملي پيوستون دوه (۲)پروژي تكميل اودارزگان ولايت ديندارواو دگټي اخستني په موخه وروسپارل شوي چې دملي پيوستون ټولي پيسي په نوموړوپروژوكې (۹۹۸۰۰۰) افغانۍ او داولسي وگړو ۱۰% ونډه (۱۱۰۸۸۹) كيږي په مصرف رسيدلي دي چې ټولي مجموعاً (۲۱۹) كورنۍ گټه ورځني اخلي چې ټول جزيات دپروژوپه ضميمه كې كتلي شي .
نوټ : نوموړي تكميل شوي پروژي د ۳۳ پروژو د Dutch دپروژوله جملي څخه دي چې دارزګان ولايت دملي پيوستون دولايتي اداري دفتر (PMU) په واسطه يې كار پاي ته رسيدلي دي، اوپه باقي مانده پروژوكارجريان لري. .
شماره | ولايت | ولسوالې | قريه | نوعيت پروژه | دتكميل شويوپروژو خصوصيات
| مصرف شوې پيسي NSP | مصرف شوې پيسي CDC | دكورونو تعداد |
۱ | ارزګان | ترينكوټ | ګامرګيان | استنادي ديوال | دكلي دپرمختيايي شوارا په مشوره اوخوښه د ( 46 ) متروپه اوږدوالې استنادې ديوال جوړشو اودشورا اولسي وګړوته دګټې اخستنې لپاره وسپارل شو. | 430000 افغانۍ | 47778 افغانۍ | 99 كوره |
۲ | ارزګان | ترينكوټ | توريزي يك لنګه | دصحي اوبو لپاره څاه ګان | دكلي دپرمختيايي شوارا په مشوره اوخوښه دصحي اوبو(11) څاه ګانې په مجموعي ډول سره د(407)متروپه ژوروالې دشورا اولسي وګړوته دګټې اخستنې لپاره وسپارل شوې، اونوموړي كورنۍدپاكواواوبودنعمت څخه برخمني شوي.. | 568000 افغانۍ | 63111 افغانۍ | 120 كوره |