کور / خبرتیا او پيغامونه / د پښتون قام په نوم

د پښتون قام په نوم

پښتنو وروڼو اوس هم وخت شته هم د نن د دې وخت نه د خپلو بچو پام نوې سائنسې علمونو او ټيکنالوجئ طرف ته را اوګرځوئي ځکه هم د صحيح طريقه ده دا اسلام په ښه توګه د خدمت کولو د خپل پښتون قام با عزته جوړولو، مونږ پښتنو يو خوا خو د اسلام سره د مينې دعوې کوو خو بل خوا د اسلام په صحيح توګه خدمت دپاره هيڅ قسمه عملې ګامونه نه اوچتوو، الله تعالې په خپل کتاب کښې قرآن مجيد کښې فرمائې (خلاصه) اې مسلمانانو د خپل حفاظت اوزار رواخلئې (سوره الناس) آيا زمونږ سره د خپل حفاظت سامان شته چې مونږ پرې ځان د دښمن نه بچ کړوو؟ سوچ اوکړئې، که چرې ټيکنالوجې د اسرائيل، امريکې او يا د روس وې او قام پښتون نو آيا د کيدې شې چې د امريکې غوندې يو ملک د سو سمندرونونه را تيراوزې او يو اسلامې ملک دړې وړې کړې مونږ چغې سورې وايو چې د اسرائيل د هغه سې او اسرائيل هغه سې خو د هغه هيڅ نه شو کولې۔ ولې! اسرائيل ډير غټ ملک دې؟ نه ده اسرائيل آبادې به زيات نه زيات 25 لاکه يا 30 لاکه وې خو بيا هم هغو په مونږ پښتنو چې کم نه کم 5 کروړه په دنيا آباد يو په تول درانه دې ولې؟ ځکه چې نن د اسرائيل ماشوم ماشوم د نوې سائنسې علمونو نه په ډير ښه توګه خبر دې تر ننه پورې اسرائيل يعنې يهود قام کم او زيات 36 زره غټ واړې چې په کښې ده نيوټن او آئن سټائن غوندې سائنسدانان ګډ دې راښکاره کړې ې۔ آيا مونږ پښتنو د سائنس پيژندلو کوشش کړې دې۔ چې آخر سائنس څه ته وائې؟ حقيقت ده دې چې کومې خبرې الله تعالې په خپل کتاب کښې ليکلې دې او د هغه ريښتونې پيغمبر په خپلو حديثونو کښې بيان کړې دې بس هغه خبرې چې انسان په ليدلو خودلو او کولو باندې ثابت کړې دغې ته سائنس وائې۔ ده دې نه علاوه چې وکوم رازونه الله تعالې په دې خپل کائنات کښې پټ ساتلې دې او مونږ ته يي پۀ خپل کتاب کښې وائيلې دې چې وګرځئ او د رازونه راښکاره کړئې۔ چې تاسو ته معلومه شې چې ستاسو خالق سومره عظيم دې۔ او ماشومانو سائنسدانان هم د دهغې خبرو ليدلو، خودلو او کولو په ذريعه ثابتولو ته سائنس وائې۔ او سائنسدانان چې کوم پټو رازونه سرګنده کولو دپاره قسم قسم مشينان چې خلائې جهازونه(الوتکې) تاکټونه، سيارې، او کمپيوټرې وغيره په کښې شاملې دې جوړوې او استعمالوې ده هم د سائنسې علمونو يو حصه ده سوچ اوکړئې که چرې زمونږ ده اسلام سره مينه وې او مونږ پښتانه ځان ته ده اسلام عسکر يعنې (فوجيان) وايو نو بيا مونږ سائنسې علمونو او ريسرچ نه لرې ولې يو؟ آيا ده اسلام دې عسکر يعنې (فوج) ته د نوې عسکرې مهارت يا د نوې ټيکنالوجۍ ضرورت نيشته ؟ الله تعالې په خپل قرآن کښې فرمائې (ترجمه) د يو قام حالت الله تعالې نه بدلئې ترسو چې هغوې خپله نه بدلئې۔ (پاره 13سوره الرعد 11) نو اې پښتون قامه د الله تعالې رسئې په کلکه سره انيسئ او په خپل مينځ کښې يو شئ او کښې ده خپل قام دپاره نه وې نو کم از کم ده اسلام ده خاطره خو نوې سائنسې علمونه او ټيکنالوجې حاصل کړئې۔ او دا اسلام د دې خواوشه پنځه کروړه پښتون فوج يو ساتلو دپاره د پښتو ژبې حفاظت اوکړئې۔ چې دې سره به د اسلام ده دې فوج پهچان برقرار وې۔ هم دا صحيح طريقه ده د اسلام په ښه توګه د خدمت۔

بانې و چئيرمين ستر سيکتر فنانس سيکتر
ډاکټر خان تحريک عابد منير خان محمد ادريس خان
03018968663 03459179944 03339033815