سپين کفن
ډېر مي تلوار وو. غوښتل مي چي ژر ځان جنازې ته ورسوم. پرلاري ورسره مخامخ سوم. لومړى يې زما سپينو جامو ته بد بد وکتل، تندى يې تريو ونيو او راته
ويې وويل:
بيا دي سپيني جامې اغوستي دي؟! ولي دي داسي تلوار دى چيري ځې؟
ورته ومي ويل: هلته د يو چا جنازه اخيستل کيږي غواړم ګدون پکښي وکړم، راځه نه راسره ځې؟
هغه راته وويل:اوه، پرېږده يې ! ما هيڅ وخت په جنازه کي ګډون نه دى کړى. بسته، خپل غمونه مي لږ دي چي د نورو دا هم پر سر واخلم؟
رشتيا هم ده هيڅ وخت په جنازه کي ګډونه نه کاوه. له خواشينۍ، وير، مرګ او قبر څخه يې ډېر بد راتله. سپيني جامې يې له دې امله نه خوښېدې چي د مړي له کفنه يې کرکه درلوده. د هديرې پر خوا هيڅ نه ورتېرېدى. هر وخت به يې راته ويل:
ياره! تا خو خپل ټول ژوند د نورو په غمونو کي تېر کړ څه ناحقه د نورو غمونه پر سر اخلې؟ خوښ خوشاله خپل ژوند کوه د نورو په کيسه کي مه کېږه.
بله ورځ بيا د يو چا د جنازې په هکله خبر سوم. کله چي جنازې ته ورغلم، هلته مي خپل هغه ملګرى را په ياد سو چي له جنازې څخه يې کرکه درلوده او له کفن څخه د بد راتلو له امله يې له سپينو جامو څخه لا بد راتله او هيڅ يې نه اغوستې او په جنازه کي يې هم هيڅکله برخه نه اخيسته. خو يو وخت پوه سوم چي دا زما د هغه ملګري جنازه ده او همدا دى پخپله په سپين کفن کي نغښتى وو او تر ټولو دمخه د قبر او هديرې پر لور ورروان وو.