کور / تازه خبرونه / څلور امریکایی پوځیان ووژل سول

څلور امریکایی پوځیان ووژل سول

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی په تیرو ۲۴ ساعتونو کی په افغانستان کی څلور امریکایی پوځیان وژل سوي دي . درې عسکر په یکشنبه د هېواد په جنوب کی ووژل سول ( چی دوه د ماین د چاودنی ښکار سول او یو د طالبانو په مخامخ ډزو کی ووژل سو ) ، څلورم پوځی د هېواد په ختیځ کی ماین وواژه . په دې سره د نوامبر په میاشتت کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۵ ته ورسېدل . خبر زیاتوی چی پرون د هلمند په موسی کلا کی درې افغان پوځیان هم د ماین په چاودنه کی ووژل سول خو دا معلومه نه ده چی دغه او د امریکایی پوځیانو وژل یوه پېښه ده که یا .