په کابل کي د خپريدونکو ورځپاڼو مهمي موضوعګاني
په كابل كې خپريدونكو ورځپاڼو نن تر ډيره په افغانستان كې د سولې د خبرو لپاره په روانو هڅو، د اداري فساد په ستونزې او د هيواد په روانو امنيتي حالاتو بيلابيل مطالب خپاره كړي.
په كابل كې د ازادۍ راډيو همكار حميد مهمند ددې ورځپاڼو مهم ټكې په لاندني مطلب كې رانغاړلي دي.
ويسا:
دې خپلواكې ورځپاڼې په يو مطلب كې له طالبانو سره د جوړ جاړي لپاره روانو هڅو ته په اشارې پخپل لومړي مخ په غټو ټكو سره ليكلي، چې همدا اوس د امريكا او طالبانو ترمنځ پټې خبرې روانې دي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې دا خبرې د الجزايري عبداله انس په منځګړيتوب پيل شوي او پاكستان هم پكې ښكيل دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا له طالبانو سره د روغې لپاره د ولسمشر كرزي په پروګرامونو تبصره كړې، چې د لوړې مراسمو ته يى پخپله وينا كې ورته اشاره كړې وه او ددغو هڅو په وړاندې شته هيلې او ګواښونه څيړلې دي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د حضور په اړه هم يو مطلب خپور شوې او پكې د بريتانيۍ د يو قومندان په حواله ليكل شوي، چې افغانان غواړي، چې ددوى خپل ځواكونه دوى ته د يو سوله ايز ژوند امكانات برابر كړي.
هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا هم د لوړې مراسمو ته د ولسمشر كرزې په وينا تبصره كړې او دا ځلې د امنيتي چارو د افغاني كولو په اړه د ښاغلي كرزې پروګرامونه څيړلي دي.
په ورځپاڼه كې د لوړې له مراسمو وروسته د وزيرانو د شورا د لومړنۍ غونډې خبر هم وركړل شوې او ليكل شوي، چې په غونډه كې پريكړه شوې، چې هيڅ لوړ پوړې دولتي چارواكي د مرستندوې مركز د جوړولو حق نلري او د بيارغونې په نامه د ماليو اخستل بند دي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې ليكلي، چې د افغانستان نوې مشرتابه بايد له ولس سره كړې ژمنې عملي كړې، ځكه د ورځپاڼې په وينا همدا د خلكو اساسي غوښتنه ده.
افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د لوى جرګې د رابللو لپاره د ولسمشر كرزي په پلان تبصره كړې او ليكلي، چې ددې لوى جرګې د برياليتوب لپاره په هيواد كې د بهرنيو ځواكونو د حضور قانوني كول لازمي دي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې له هيواده د بهرنيو ځواكونو د وتلو لپاره د يو مهال ويش ټاكل كيداى شي وسلوال مخالفين د سولې په بهير كې د ورګډيدو لپاره راضي كړي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې يو ځلې بيا د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې د پاكستان په سياستونو تبصره كړې او پكې دا ښودل شوې، چې پاكستان ددې مبارزې په نامه په څه ډول له نړۍ مرستې ترلاسه كوي.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د پخلاينې لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او د طالبانو لخوا د ولسمشر د سولې د خبرو لپاره د شويو وړانديزو ردولو ته په اشارې ليكلي، چې طالبان د خبرو واك نلري، ځكه د ورځپاڼې په وينا دا د پاكستان آې ايس آې دې، چې دوى ته لارښوونې كوي.
ورځپاڼې په افغانستان كې د اداري فساد د مخنيوي لپاره روانو هڅو ته هم اشاره كړې، خو ليكلي، تر هغو، چې په حكومت كې اكادميك، تجربه لرونكي او با وجدانه خلك په كار و نه ګمارلې شي، دا ستونزه به اواره نشي.
په ورځپانه كې د افغانستان د تيرو اتو كلونو پيښو ته هم كتنه شوې او پدې ترڅ كې دا پوښتل شوي، چې ايا امريكا له اتو كلونو وروسته په افغانستان كې كومه لاس ته راوړنه لري.؟
اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلې دي.
انيس پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره په شويو غوښتنو تبصره كړې خو ليكلي، چې تراوسه پورې ددې مبارزې د پرمخ بيولو لپاره ځانګړې لارې چارې ندي په ګوته شوي.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې د ماشومانو د روان حالت په اړه د ملګرو ملتونو په وروستيو انديښنو تبصره كړې او ليكلي،چې انتقادونه هغه وخت پر ځاى بريښي، چې عملي امكانات يى په ګوته شي.
راه نجات:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې نړيوالې ټولنې ته دا سپارښتنه كړې، چې د ترورزم پر ضد د مبارزې لپاره يى خو په لسګونو زره كيلومټره واټن وهلې خو اوس بايد دوه سووه كيلومټره نور واټن نور ووهي او په پاكستان كې د ترورزم ځالې وځپي.
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې د افغان پوليسو يو ستر انځور خپور كړې او پدې ترڅ كې دا غوښتنه كړې، چې په هيواد كې د امنيت د ټينګښت لپاره بايد د افغان پوليسو روزنې او سمبالښت ته لازمه پاملرنه وشي.
دې ورځپاڼې هم خپل يو مطلب كې په افغانستان كې د فساد مسئلې ته ځانګړې كړې او د هغې بهرني اړخ ته په اشارې ليكلي،چې فساد د افغانستان او عراق لپاره د امريكا يوه ډالۍ ده.