ملامحمدعمر اخند: امريکا په افغانستان کي له ماتي سره مخامخ ده

د لراوبر اداره | نوومبر 25th, 2009


دطالبانو مشر ملا محمدعمر اخندلخوا لراوبر ويبباڼي ته دلوی اختر په مناسبت په رالېږل سوي اعلاميه کي داختر مبارکۍ تر څنګ پر افغانانو ږغ کړی چي امريکا او لويديځ يې په افغانستان کي له ماتي مخامخ کړی دی ، نوموړي دا ځل د اختر مبارکۍ په اعلاميه مسلمان امت ته د اختر مبارکۍ تر څنګ افغان دولت ، افغان ولس ، ژورناليستان او ليکوال او همدا ډول امريکا ، اروپا او اسلامي نړۍ مخاطب کړي او د افغانستان دروانو حالاتو په اړه يې د نظر څرګندولو تر څنګ د خپلو وسله والو د بريا د ولس د همکارۍ غوښتنه کړې ده .
نوموړي د لويديځ پر ولسونو ږغ کړی چي دولتونو يې پر افغانستان تيری کړی دی او د افغانانو پر کورونو بريدونه کوي او ولسي وګړي وژني .
دنوموړي په وينا لويديځ ته ښايي چي پر ازادي مين افغان ولس تاريخ ته پاملرنه وکړي ، افغان ولس و چي د نړۍ لويي امپراطورۍ يې د نړۍ له نقشې ايستلو ته اړي کړې .
د پيغام په يوه برخه کي طالب مشر پر خپلو کسانو ږغ کړی دی چي د بریدونو پر مهال د بېګنا وګړو د مرګ ژوبلي او عامه تاسيساتو ته له زيان رسولو څخه ځانونه وژغوري .
دا لومړی ځل دی چي ملامحمد عمر اخند د اختر په مناسبت پيغام په ترڅ کي په افغانستان او نړۍ کي بېلابېلي خواوي مخاطب کوي .
که څه هم په پيغام کي داسي څرک نه ترسترګو کيږي چي ګواکي طالب مشر دي له خپل دريځه پر شاسوی وي خوکارپوهان په دې نظر دي چي افغان دولت او لويديځ به د طالب مشر ددې پيغام په اړه غبرګون وښيي چي ښايي دا د سولي په اړه د خبرو اترو يوه پيلامه اوسي .

Copyright Larawbar 2007-2024