د افغان پوځ څلورمه برخه بیرته تښتی

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 25th, 2009


ایشیا ټایمز د امریکا د دفاع د وزارت په حواله خبر ورکوی چی د افغان په اصطلاح ملی اردو د هرو څلورو عسکرو څخه یو بیرته د وظیفې څخه تښتی او دغه کار امریکایی روزونکي او پوځیان د لوی مشکل سره مخامخ کړي دي ، ځکه دغه تښتېدني د متوقعه پوځ د جوړښت ۳۳ ٪ رالږوی .


راپور وایی چی اوس د افغان اردو شمیر ۹۴۰۰۰ ته رسیږی چی باید ۱۳۴۰۰۰ کسه وائ .


امریکایی روزونکي د دې تښتېدنو علت د معاش کموالی ښیًی خو ناظرین د هغه لوی علتونه د افغانانو سره د امریکایی پوځ تشدد، مغرورانه رویه او د ملکی خلکو بې مسؤلیته وژني بولي .


Copyright Larawbar 2007-2024