د ناټو یو هلیکوپتر ورک سوی دی

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 26th, 2009


امریکا ږغ او سی ان ان خبر ورکوی چی په سه شنبه په افغانستان کی د ناټو یو کرایه سوی هلیکوپتر ورک سوی دی خو ځای یې د امنیتی دلایلو له امله نه واضح کوی . په لوګر کی محلی چارواکي وایی چی دغه پلټنه د خرپیچ په شاوخوا کی متمرکزه ده . دغه هلیکوپتر د « سپریم ګلوبل سرویس » د کمپنۍ لخوا ( چی مرکز یې په هالینډ کی دی ) ناټو ته مواد رسول . تر اوسه معلومه نه ده چی څو کسان پکښی سپاره وو، آیا هغوی افغانان وو که بهرنیان .

Copyright Larawbar 2007-2024