کور / تازه خبرونه / د ناټو ورک سوﺉ هلیکوپټر پیدا سو

د ناټو ورک سوﺉ هلیکوپټر پیدا سو

رویټر خبر ورکوی چی د هالینډ میشته شرکت « سپریم ګلوبل سرویس » هغه هلیکوپټر چی په سه شنبه ورک سوی و ، پیدا سو . دغه هلیکوپټر ناټو کرایه کړی و او هغوی ته یې خوراکی مواد رسول . خبر نور تفصیل ور نه کړ چی دا هلیکوپټر چیری لوېدلی و او آیا څوک پکښی وژل سوي دي که یا . د لوګر محلی چارواکي وایی چی د خروار په ولسوالۍ کی په دوشنبه یو هلیکوپټر عاجله ناسته کړې وه خو نور معلومات نلری .