د جرمنی د دفاع مخکني وزیر پرون استعفأ وکړه
د لندن ګارډین اخبار ولیکل چی د جرمنی د دفاع مخکني وزیر ( فرانز جوزف جنګ ) چی اوس د کار وزیر دی ، له خپلی دندی استعفأ وکړه . خبر وایی چی دﺉ هغه وخت د دفاع وزیر و چی په کندز کی د سپټمبر په میاشت کی هوایی بم وري وسوه او دا درواغ یې ویلی وو چی په هغه حمله کی ملکی خلک نه بلکی طالبان وژل سوي دي حال دا چی د هغوی بشپړ اکثریت ملکی انسانان وو . د لیبر وزیر په دې ګوښه کېدو سره چی د فشار نتیجه ده ، د انجلا مرکل حکومت سخته ضربه وخوړه ، ځکه اوس هم ۶۶٪ جرمنیان په افغانستان کی د خپلو پوځیانو د شتون مخالف دي . دوې ورځی مخکی هم دوو لویو جرمن افسرانو په همدې غرض استعفا کړې وه .
د یو بل خبر له مخی چی فرانس پریس آژانس ورکړ ، ویل کیږی چی نن سهار د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کی یو کوچنی بم وچاودېد خو هیڅ کوم تلفات او زیان یې نه دﺉ پېښ کړی . دغه بم د کثافاتو په ځای کی ایښودل سوی و چی صرف غټ ږغ یې تولید کړ . چا د دې کار مسؤلیت نه دی منلی .