کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / یوه اوغانۍ په دنیا یو ډالر په اخیرت

یوه اوغانۍ په دنیا یو ډالر په اخیرت

لراوبر له ګران همکار پوهنمل محمود نظري څخه مننه کوي چي د لراوبر لوستونکي يې د اختر د خوښيو په ورځو کي په دې ښکلي طنز ونازول ، د مصلحت له مخي په تازه ليکنو کي تاسو ته وړاندي کړو .

رییس صیب د شکاڼه په سترګه یو شورماشور تر غوږ  شو له پهره دارڅخه  وپوښتل :
هلکه !دا څه لګه درګه ده ؟  
هغه ورته وويل:
-صیب ګدایان دي
رییس  صیب خپله چپنه پر اوږه واچوله  بهر راووت که ګوري د وره مخي ته  ډیره  ګڼه ګوڼه او ټنبه تیله  ده
یو چلتار پر سر کچکول په لاس ، یو دوتاره رښکۍ تر سره تړلې څیري څیري کالي اغوستي  کړوپ کټوری په لاس . یو  یوه زړه شپو  په لاس، بل خالي دپیلومات په لاس ،یو لپه نیوله ،یوه لمن نیولې ،چا لونګې په دوو لاسو پورته نیویلې  ،  یو څو شلو او شوټو  چې ناست وه زړی خولۍ په لاس  د خیرات لپاره نیولې او مخي ته یې  زورونه وهل…
  چا کمیس چپه، چا پرتوګ چپه ان چا بوټونه چپه اغوستې وه،  څو ښځې په خیرنو څادریو  کې ولاړې وې او چا لا د مرستی د جلبولو لپاره  یولوغړن  ماشوم  تر لاس نیولی،  چا خپلی غوړې څوڼې په سره فیته تړلي وې، ان چا چا لا پزې اوچا له  لکه هندوانو  پر تندي لیکې ایستلي وي
 او د ټولو خولې اسمان ته نیولی وې  او بغارې یې وهلې
  چا ویل خیر وکه ! چا په ترنم ویل یوه اوغانی په  دنیا یو ډالر په اخیرت دا ده ګټه – ژر کوه،
چا ویل   دخدای لپاره یو زوړ وزارت ، کنډوکپر عمومی ریاست خو راکه
بل ویل زما خاوری په خوله شوی دی یو زوړ وزارت او ریاست د خدای په نامه  راکړه  که هغه نه وی  په یو خوړین معینت باندې هم چاره کوم
بل ویل زما لاس ستا یې ګریوان  د بانګ پوروړی  یم په ډیر ارمان راغلی یم
بل ویل په موږو خوارانو زړه وسوځه مجبوره یو بل ډول دومره پیسې نه پیدا کیږی   بل ویل موږ لومړي له خدایه هیله لرو بیا ستا څخه
بل په ژړا ویل ستا د خولۍ ځار سم د خدای روی مې دروړی غواړم په دوبی کې یوه  بنګله رانیسم مجبوره یم سیالي او شریکي ده  خدای به د هغه عوض درکړی اوبل زاریو ویل:
یو څیری  وزارت موزارت ریاست مریا ست خو راکه
بل په ژړا نارې وهلې  صیب غواړم د خرو یو فارم جوړ کړم کوم زوړ وزارت  شلېدلی عمومی ریاست که وي هم ګذاره کیږي
بل ویل صیب  زه د وزارت د څوکیو خوړی بوړی یم ان که د کانو وزارت هم وی فرق نه کوی زه يي منم
بل  په زاریو ناری وهلې زما يي لاس ستا يي ګریوان موږ بی تا څوک لرو
بل دپه زاریو ویل صیب زه د اور بڅرکی یم یوه  اوونۍ مې  سرپرست کړه مازی یوه ورځ یو ساعت یو دقیقه یو ثانیه
دغه ناری وی شلیدلی  وزارت   څیری عمومی ریاست،  ټوکر ټوکرسر پرستی،  خوړینه کومندانی … صیب موږ خپل یو پردی نه  یو 
د رییس صیب تندی ګونځی شو
پهره درا ورته وویل: صیب اوبال لري
رییس صیب ګوټه هغوته ونیوله او په جدی توګه يې وویل :
-کار اهل د کا رته 
 یو څو ورته ویل :څومره ټوکي یاست صیب  زموږ سره مسخرې کوی
 تاسو هر وخت داسې مسخرې کړي دي
 موږ پوهیږو چې هرومره زموږ لمن را  ډکوی ستا څه د کوره ځي
یو په اخیر کې ناست و کچول يې مخي ته ایښي په ترنم يي ویل  که يي نه راکوی

خدا ی دی  د پاکستا ن د پولیسو میلمه کا
خدای دی  د کابل د ګدایانو سره اخته کا
خدای دی  د ایتلاف د بمبارد نخښه کا
خدای دی  د پوړوړی پولس پلمه کا
خدای دی د خود کش سره هم تړه کا
خدای دی د کندهار په لاره شپه کا
خدای دی  د رشوت خور سره پينه کا
خدای دی  قواله بنده په محاکمه کا
خدای دی غړومبی په نس په مهال د لمانځه کا
خدای دی کیکه په غونډه کې په پرتاګه کا
خدای د میرمنی نیک نیک ټوله شپه کا
خدای دی  توپکی ته بیا طالب ښکاره کا
خدای دی د غلو ازاد بازار بیرته سره تخته کا
خدای دی  فرعون ته بیا موسی پيدا کا
خدای د ی  مار ته موشخرما  ایله کا
خدای دی د سرکوزی په زکام اخته کا
خدای دی له دی په لویه بلا اخته کا
خدای دا  مصلحتی  دولت چپه  کا
خدای دی  دامریکا په تور لست  کې سیاه کا
یا تیر خدای له دی د نیا کا

رییس هغه ته په کچکول کې یو فرمان  ورواچوه
هغه خپله ګودړۍ پر اوږه واچوله   فرمان يي مچ کړخپل کچکول یې واخیست
 اوخدای دی خیر درکړی د  خواری دی خلاص کړم په ویلو رهي شو
نورو  چې  هغه ولید چې دا وار په زارویو نه کیږي هغو هم کیناستل او په کورس ویلو يي پيل وکړ یو دوو لا نڅاه کوله.
خدای لومړی مرستیال ټنبه کا
خدای دی دویم مرستیال  بې ګرده کا
 رییس صیب خپلې  ګردې لاس تیرکړ سریي وښوراوه
او بیرته کوټې ته ننوت
 پهر دار ورته وویل :
دوی ته کوم فرمان نه ورکوئ؟
 هغه ورته  په مسکا وویل:
دوی رښتیا وايي چې مې  دا بد مرستیالان  او همکاران وي  زه به تل امر یم؛  د ځوزانو په بڼ کې یو ګل ، پر ما به خلک تل  شکر کوی
 او ور يې ټینګ وتړی.