کور / نثر / اختر به واړه سره لمانځو

اختر به واړه سره لمانځو

لمر نن د غره په څوکه له نوراني وړانګو سره يوځای يونوى زېرۍ له ځانه سره راوړ ، له خندا يې اننګي سره اوښتي ، په سترګو کې يې د خوښۍ ځلا له ورايه مالوميږي ، ډېر په ورو او په نخرو راخيږي ، ښکاري د غمځپلو لپاره ورځ اوږدوي او ښايي د خوښۍ او خندا علت يې هم همدا وي چې ډېره موده پس يې کوم د خوشالۍ زېرئ له ځانه سره راوړی.
خو هېڅوک يې نه پوښتي چې لمره ! دا نن څنګه دومره خوشال يې ؟ څنګه دې خندا نه تم کيږي او ولې دې په سترګو کې د خوښی اوښکې په څپو دي ؟
شايد دوی پوهيږي چې نن څه خوشالي ده او کيدای شي دومره خوشاله وي چې لمر ته يې هډو پام نه وي .
د لمر مخ په زېړېدو شو ، موسکا پرې خوره وه ، خپله تودوخه يې زياته کړه ، پيتاوي ته ناست ماشومان بې بې ستونزې په خوځښت راغلل ، د بوډاګانو په هډونو ګرمي ننوته او سينګار ځوانان سره ډلې ډلې شول ، لمر په برندو سترګو ددوی ننداره کوله ، ځان يې ورسره شريک بللو ، لمر به من غوښه اخيسته چې دوو تنو به سره غېږې بدلې کړې او يو بل ته به يې وويل : اختر دې مبارک شه ، د مرورو په غېږو به ډېر خوشاليده ، ځکه چې دی به يې د وختونو مرورتوب شاهد ؤ .
زه د دنيا په دې لوی جشن کې د لمر په تماشه وم،ددۀ له خوښی مې خوند اخيست او بلا پوښتنې راته پيدا کيدې ، خو دده ماته پام نه ؤ پخپلو نندارو کې ورک ؤ ، نه پوهېږم څنګه يې ناڅاپه راپام شو ، سترګې يې راوړولې ، ما په پيکه موسکا دده راکاته ورغبرګ کړل ، غلی د حال په ژبه راته ګويا شو .
– ستا بخت کوم تور سپي څټلی چې په دومره لوی جشن کې يوازې ماته ګورې ؟
ما خپلې اوږې پورته کړې او ومې موسل .
هغه په برندو کتو د خپل سوال د ځواب لار څارله ، ځان مې غلی دېواله ته نېږدې کړ ،ملا مې ورپسې خښه کړه او په هوښيارانه انداز مې خبرې پيل کړې.
– ګوره لمره له مانه ډېرې خبرې مه غواړه يوازې يو څه درنه پوښتم .
لمر په بې صبری راغبرګه کړه وايه کنه ځوانه څه پوښتې ؟
– نن د اختر ورځ ده ، د خوښی ورځ ده ، خلک خوشالۍ او هوسونه کوي ، ډول ډول غذاګانې خوري ، چکرې وهي ، نوي کالي اغوندي ، يو بل ته مبارکۍ ورکوي او ته هم له دوی سره دا خوښي لمانځې ، له سهاره راهيسې دې ګورم چې د خوشالۍ نه په جامو کې نه ځايېږې ، خو ته خبر يې چې دغه اختر هر چاته خوشالي نه ده راوړي ؟ د ډېرو کورونه اوس هم د وير دوزخونه دي او د ډېرو کورو ديوالونه اوس هم د ساندو ازانګې انعکاسوي ، تا ددوی په ورځ ولې سترګې پټې کړي دي ، ولې يې په غم ځان شريک نه بولې ؟ ګمان حرام دی خو باور وکړه چې ستا په عدل او انصاف مې شک راځي .
لمر راته ډېر ځير ؤ ، له نظره يې وپوهېدم چې تر پام يې کم عقل ورغلم ، په حيرانی دده ځواب ته غلی شوم. لمر خپلو وړانګو ته ځل ورکړ او ويې ويل هی ساده ګله ، ستا په خبره سرته ورسېدم خو يو وړه پوښتنه له تا کوم :
– که چېرې ستا يو درون مشر ، يا دې استاد ، يا دې پلار خو په خلاصه ډول يو ښه معزز او پر تا مهربان شخص تاته يوه ډالۍ درکړي ، درته ووايي چې دا زما لخوا ستا لپاره ، ته به يې قبوله کړې کنه ؟
ما په وار ورغبرګه کړه : ولې نه ، خامخا به يې اخلم او قبلوم به يې.
لمر بيا وويل ښه که لوی خدای ( ج ) درته څه ډالۍ کړي نو بيا ؟
– هغه خو نو بيا راباندې فرض کيږي بې شکه چې قبلوم به يې.
لمر کټ کټ وخندل ويې ويل هی ساده ته نه پوهېږې چې دا اخترونه هم د لوی څښتن تعالی لخوا د مومنانو لپاره د خوښی ورځې دي او ډالۍ ده ؟
زما عقل ايله اوس سرته راغی او په خپلو خبرو پښيمانه شوم ، لمر بيا په ټينګار راته وويل چې ځه دغه پيغام اوس ټولو ويرژلو ته ورسوه.