کور / تازه خبرونه / په کابل کي خپرېدونکو ورځپاڼو ته کتنه

په کابل کي خپرېدونکو ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:

دې خپلواكې ورځپانې پخپل لومړي مخ كې د نړيوالو رسنيو په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې له اختره وروسته د طالبانو او امريكا ترمنځ د خبرو دوهم پړاو پيليږي.

ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې پدې خبرو كې، چې د الجزايري عبداله انس په منځګړيتوب ترسره كيږي، د ملاعمر لخوا د نوموړي د بهرنيو چارو مسؤل محتشم اغا برخه لري او بريتانيه، سعودي عربستان او پاكستان هم پدې خبرو كې شريك دي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم د امريكا او طالبانو ترمنځ په خبرو بحث كړې، خو ليكلي، چې دا خبرې هله ګټورې ثابتيدلې شي، چې د افغان دولت او چارواكو لخوا پر مخ بوتلاې شي او نړيواله ټولنه يى ملاتړ وكړي.

ورځپاڼې په يو بل ځاى كې د بريتانيى د لوى درستيز د وينا دا ټكې راخستي، چې دوى په افغانستان كې خپله لار وركه كړې او اوس ناټو د هغې بيا موندلو ته اړتيا لري، څو د بري زمينه ورته برابره كړي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د بريتانيى د لومړي وزير په وروستيو څرګندونو تبصره كړې، چې پكې د افغانستان په اړه د يوې نړيوالې غونډې د جوړولو يادونه شوې او ليكلي، چې په دا ډول غونډو كې بايد د افغانستان واقعتونه او ګټې په پام كې ونيولې شي.

ورځپاڼې د برتانيى او د كاناډا له لومړيو وزيرانو او د مګرو ملتونو له عمومي منشي بان كي مون سره د ولسمشر كرزي د ټليفوني خبرو په اړه هم يو مطلب خپور كړې او ليكلي، چې پدې خبرو كې هم په كابل او لندن كې د افغانستان په اړه د جوړيدونكو غونډو په اړه خبرې شوي.

په ورځپاڼه كې د افغان ماشومانو روان حالت ته هم كتنه شوې او ددوى د ژوند د ښه والي لپاره يى د نړيوالو مرستو غوښتنه كړې.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د لندن په غونډې تبصره كړې، چې د راتلونكې ميلادي كال په لومړيو كې د بريتانيى لخوا جوړيږي او ليكلي، چې دا غونډه د افغانستان د روان حالت د څيړلو لپاره جوړيږي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د امريكا او د نړيوالې ټولنې د هڅو د پاتې راتلو لاملونه څيړلي او ليكلي، چې ددې يو اساسي علت د افغانستان د موجوده واقعتونو نه دركول دي.

ورځپاڼې په يو بل مطلب كې په افغانستان كې د اداري فساد پر ضد د مبارزې په هڅو تبصره كړې او دا سپارښتنه يى كړې، چې د فساد د له منځه وړلو لپاره حكومت بايد له حزبي او سياسي مصلحتونو څخه ځان وباسي.

ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې د افغانستان په اړه د پاكستان روانو سياستونو ته په اشارې ليكلي، چې نړيواله ټولنه بايد پاكستان تر فشار لاندې ونيسي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې روان حالات څيړلي دي.

انيس هم پخپله سرمقاله كې د بريتانيى د لومړي وزير په څرګندونو او د افغانستان په اړه د جوړيدونكې غونډې په اهدافو تبصره كړې او پدې ترڅ كې د ګاونډيو او د سيمې د هيوادو د ملاتړ په جلبولو ټينګار كړې دې.

خو اصلاح بيا په هيواد كې د پخلاينې په بهير او له وسلوالو مخالفينو څخه د ولسمشر كرزي په وروستۍ غوښتنې بحث كړې او ليكلي، چې جګړه په سوله پاى ته رسيږي.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هيواد كې د امن او ثبات په ټينګښت كې د افغان ځواكونو په رول تبصره كړې او پدې ترڅ كې د بريتانيى د لومړي وزير وروستيو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې افغانان بايد د امنيت په ټينګښت او له وسلوالو سره په جګړه كې مركزي رول ولوبوي.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې د طالبانو په وړاندې د امريكا په نوې تګلارې بحث كړې او ليكلي، چې ائيتلافي ځواكونه له افغان چارواكو سره په ګډه كار كوي، څو وسلوالو ته د دندو او خونديتوب په وركولو سره هغوى د وسلې ايښودلو ته راضي كړي.

ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په ښارونو كې د كسفاتو مسئله انځور كړې او پدې ترڅ كې دا ښودلي، چې خلك هم پدې برخه كې همكاري نه كوي.