کور / سياسي / هم يى په ميخ وهى او هم يى په نعل!!!

هم يى په ميخ وهى او هم يى په نعل!!!

٢٩ نومبر­ ٢٠٠٩

د برتانيى لومړى وزير ګولډن براون د خپل هيواد پارلمان ته په يوه وينا کى وويل چى مونږ يعنى د ناټو غړي هيوادونه نه غواړو چى د حامد کرزى په کابينه کى دي جنګسالاران او هغه کسان چى په اداري فساد کى لتاړ وي برخه ولري. پوښتنه داده چى دغه جنګسالاران، د مافيا رهبران،د مخدره موادو قاچاقبران، په ادارى فساد کى ککړ اشخاص او جنايتکاران چا قدرت ته ورسول؟ ايا دا دوي يعنى امريکا، برتانيا او د ناټو غړي هيوادونه نه وو چى ستميان، د نظار شورا او د شمال د نامقدس اتحاد سره يى د طالبانو په راپرځولو کى مالى او د وسلو مرسته وکړه. اوس دوي يعنى ناټو ولى وايى چى جنګسالارانو ته دى په حکومت کى ونډه ورنکړل شى. امريکا او برتانيا غواړي چه په دي تبليغاتو افغانان وغولوي. امريکا او برتانيه د يو طرف نه هم ددغو جنايتکارانو او جنګسالارانو سره خپلو مالى مرستو ته ادامه ورکوي او له بله طرفه په کرزى زور اچوى چي په راتلونکى کابينه کى دي هغوي ته برخه نه ورکول کيږى ( يعنى هم يى په ميخ وهى او هم يى په نعل). په لومړى سر کى قسيم فهيم چى د کرزى لمړى مرستيال دى او د نظارد شورا د ستمى ډلى مهم غړى او جنګسالار دى او بل لوى متعصب او د ايران د اخوندى رژيم مخکښه طرفدار کريم خليلى چى د کرزى دوهم مرستيال دى ايا دوي دواړه جنګسالاران نه دي چى د کرزى په کابينه کى دايمى غړيتوب لري؟ لومړى بايد دا دواړه د کار نه ګوښه او محاکمه کړل شى.
همداراز براون په افغانستان کى د فساد ضد د يو کميسون د جوړولو غوښتنه وکړه. پوښتنه داده چى دا کميسون به کله جوړيږى او څوک به ددي کميسون په رآس کى کار کوى؟ زه فکر کوم چى دا کار به هغه متل ته ورته وي چى “پيشو په شيدو څوکيداره مقرره شى”. او يا دا بل مثال چى د “پيشو په غاړه کى به څوک ګونګري ځوړندوي”. که ددى کميسون مشرى امريکا، برتانيا او يا هم د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړى استازى کا ايډه ته وسپارل شى بيا نو هغه بل متل دى چى وايى “د باران نه پټيده، ناوى ته يى شپه شوه”. د ملګرو ملتونو خاص استازى کا ايډه هم ګولډن براون ته ورته خبردارى ورکړيدى او په يو خبرى کنفرانس کى يى ويلى وو چى کرزى بايد په راتلونکى کابينه کى په ادارى فساد کى ککړو اشخاصو، جنايتکارانو، جنګسالارانو، د مخدره موادو قاچاقبرانو او د مافيا غړو ته ځاى ورنکړي.
د ګولډن براون څخه بايد پوښتنه وشي چى ستاسو عسکراو نور جګپوړي کارکوونکي پخپله په اداري فساد کى ککړدي اوددى عمل د لا تقوي لپاره يى مټي رانغښتي دي، د مثال په ډول د هلمند په ولايت کى د کوکنارو زيات حاصلات چى اپيم دي د خپلو عسکري الوتکو پوسيله لندن ته ليږدوي. د افغانستان د طبعى منابعو يو بل مهم توکى (عنصر) چى يورانيم دى او دافغانستان د طبيعى مهمو زيرمو څخه ګڼل کيږى ددوي د عسکرو لخوا لندن ته انتقاليږى.اوس برتانويان په کوم اساس افغان دولت ته د ادارى فساد اوپه کابينه کى د جنګسالارانو د نه ګډون لارښوونه کوى.
له بله طرفه حامد کرزى په يوخبرى کنفرانس کى د “ملى مشارکت” خبره وکړه. امريکايان، برتانويان، د ملګرو ملتونو سرمنشى بانکى مون او د اروپايى هيوادونو مشران په ځانګړى ډول فرانسه او روسيه په کرزى فشار راوړى چى عبدالله عبدالله او د هغه د ستمى شوراى نظار اوباشانو ته په کابينه کى غوښني چوکۍ په نظر کى ونيسي. داد امريکايانو، اروپايانو او روسانو يوه بله ډرامه ده چى د افغان ملت په ضد يى جوړه کړيده.اياد شمالى ټلوالى ټول غړي جنګى جنايتکاران، جنګسالاران او په ادارى فساد ککړ اشخاص نه دي؟
ايا د ولسمشر کرزى ددي ملى مشارکت معنى به په کابينه کى د ملى او په وطن مينو اشخاصو ګډون وي، او که يا د ستميانو، د نظار شورا او د شمالى ټلوالى ملى خاينين، ټوپکماران، متعصبين، جنايتکاران، په ادارى فساد کى ککړمفسدين، اوباشان او نور وي؟ دپوهانو او د افغانستان په پيښو کى دخيل خلک په دى اند دي چى د کرزى په راتلونکي کابينه کى به د پخوا څخه لا ډير پښتني او افغان دشمنه اشخاص ګډون ولري، دا ځکه چى ايران او روسيه غواړي خپل طرفداران، پاکستان او هندوستان خپل طرفداران، اروپايان او امريکايان خپل چاپلوسان او په ډالرو اخستل شوي نمايندګان ولري چه هغوي به يواځي ددغو هيوادونو ګټي ساتي نه د افغانستان د مظلوم ملت.

د ناټو سکرترجنرال راسموسن د برتانيى د سکاټليند د ايډنبرا په ښار کى د ناټو د پارلمان ګډون کوونکو ته وويل ” که چيرى د ناټو ځواکونه د افغانستان نه ووځى، مخالفين به ټول افغانستان په ډير لږ وخت کى ونيسى.” ډاکټر عبدالله چى د نظار د ستمى شورا د فساد او د جنګ د دوام يوه فعاله څيره ده د ناټو د سکرتر جنرال د خبرو په تاييد د المان د فايننشل ټايمز د اينټرنټى شبکى سره په يوه مصاحبه کى وويل که “چيرى امريکايى ځواکونه د افغانستان نه لاړ شي بيا به افغانستان د القاعده او طالبانو په لاس کى پريوځى”، او دا يى هم وويل چى “ما در افغانستان مسعودى ديگرى نداريم که بجنگد”. د ډاکټر عبدالله دا مصاحبه د سايټ جاويدان په ويبپاڼه کى د ١٣٨٨ دعقرب په ٢٨ “ما در افغانستان مسعودى ديگر نداريم که بجنگد” د عنوان لاندى خپره شويده. جاويدان ويبپاڼه د نظار د ستمى شورا د فساد او تجزيى د افکاروويبپاڼه ده چى د ايران د جاسوسى سازمان، د پاکستان د آى­اس-آى­ او د هندوستان د جاسوسى سازمان “را” لخوا يى د خپريدو ټول مصارف تمويليږى. اوس بايد د عبدالله څخه دا پوښتنه وشى کله چى قوماندان مسعود ژوندى وو او طالبانو تقريبآ ٩٠ په سلو کى د افغانستان په خاوره کنټرول درلود، قوماندان مسعود د روسانو د کى­جى­بى او د ايران د استخباراتو د برجسته کارکوونکى چنګيزپهلوان سره د تاجکستان د کويلاب په نظامى اډه کى د افغانستان د تجزي په پلانونو کار کاو. عبدالله رښتيا وايى “مسعودى ديگرى نداريم که بجنگد”. کله چى استاد ربانى د کابل د ښار جمبور (جمهور) رييس وو د بيګناه کابليانو په مقابل کى جنګيده چى د ٦٠ زره څخه زيات د کابل بيګناه ښاريان د نظار د شورا د اوباشانو او د کريم خليلى او محقق د هزاره لوچکانو په لاس چى د روسانو او د ايران د سپاه پاسدارانو لخوا ورسره نظامى او مالى مرستي کيدي ووژل شو. دا ښکاره خبره ده چى مسعود جنګيدلى دى خو د چا په اشاره او د چا په ضد. کله چى د پخوانى شوروى اتحاد سرو لښکرو په افغانستان بربنډ يرغل وکړ قوماندان مسعود چى په پاکستان کى وو د کى­جى­بى لخوا د پنجشير درى ته راوغوښتل شو او د پخوانى شوروى اتحاد د ځانګړو جنرالانو لخوا په غالب ګمان د نورلس سوه اتيايمى(١٩٨٠) لسيزى په نيمايى کى د پخوانى شوروى اتحادد فرونز ښار ته د ١٣ نورو پنجشيريانو او ستميانو سره يوځاى د ګوريلاى جنګونود تربيي لپاره وليږل شو چى د کى­جى- بى د ځانګړى عسکرى تربيي وروسته بيا افغانستان ته راوليږل شول.
قوماندان مسعود په ١٩٨٣ کى د روسانو سره د پنجشير په دره کى د ٣٦ ميلونه ډالرو په مقابل کى يو خاينانه قرارداد لاسليک کړ، ددغه قرارداد له مخى د سالنګ تونل د شوروى اتحاد د ځمکنيو ځواکونو پر مخ خلاص پريښودل شو چى شوروى ځواکونه په اسانۍ وکولى شى خپل نظامى اکمالات د ځمکى له لارى د افغانستان ختيځو او لويديځو سيمو ته وغځوي. په دى قرارداد کى دا ذکر هم شوى وو هرکله چى په روسى قواو د دشمن يعنى مجاهدينو لخوا حمله کيږى د قوماندان مسعود ځواکونه به د شوروى ځواکونو سره په ګډه د هغوي په مقابل کى جنګيږى.
ما(ليکونکى) په پيښور کى د کډوالۍ (مهاجرت) تقريبآ اته کاله تير کړيدي، چى دا ټول وخت مى د سور صليب په نړيواله کميټه(آى­سى­آر­سى) کى په کار کولو تير کړيدى. دا هغه وخت وو چى د افغانستان د مقاومت تنظيمونه د شوروى عسکرو او د افغانستان د کميونسټ رژيم سره په جګړه بوخت وو. په دي جنګونو کى د پيښور ميشت زياتو افغان تنظيمونود شوروى ډير زيات عسکر د جنګ په وخت کى اسير نيول. کله چى به د سره صليب کارکوونکي ددغوشوروي عسکرو په نيول کيدو خبر شول، د مربوطه قوماندانو او يا هم رهبرانو سره به يى د هغوي د ازادۍ لپاره اړيکي نيولي.د معلوماتو له مخى زياتره شوروى عسکر به د حکمتيار، مولوى خالص، سياف، مولوى نبى محمدى، پير سيد احمد ګيلانى،صبغت الله مجددى، مولوى حقانى او نورو قوماندانو لخوا په اسارت نيول کيده. ددغو اتو کلونو په موده کى نه ما د ربانى او نه هم د قوماندان مسعود لخوا د کوم روسى عسکر د اسارت کيدو خبر واوريد، ددى کار علت ډير ښکاره دى، د جمعيت اسلامى ګوند او ددغه تنظيم معتبر قوماندان يعنى مسعود په ځانګړى ډول د شوروى اتحاد د منافعو او ګټو لپاره کار کاوه، نه د افغانستان د ازادۍ لپاره، دا ځکه چى مسعود د شوروى اتحاد د کى­جى­ بى جاسوسى شبکي سره ډير پټ او ښکاره قراردادونه لاسليک کړي وو. ددغو قرادادونو له مخى قوماندان مسعود مجبور وو چى د روسى عسکرو امنيت وساتى نه دا چى هغوي اسير کړي. ددى قراردادونو له مخى د روسانو او قوماندان مسعود تر منځ دوه جانبه همکارۍ موجوده وه. يعنى د قوماندان مسعود جنګى ډلى ته به د روسانو (کى­جى­بى) لخوا پيسي، خوراکى مواد او جنګى ساز و سامان ورکول کيده او په مقابل کى به قوماندان مسعود د سالنګ لويه لار د روسى عسکرو په مخ خلاصه او په امن ساتله او د مجاهدينو د حملى په صورت کى به د مسعود جنګياليو د روسي عسکرو سره په ګډه دغه حملي په شا تمبولي.
د قوماندان مسعود د وژل کيدو وروسته د نظارد ستمى شوراى ملى خاينى او جنايتکاره ډلى د مسعود په قدم بل قدم کيښود او د امريکايانو او انګليسانو سره يى يو بل ملى خاينانه قرارداد د ٧٠ ميلونه ډالرو په تر لاسه کولو لاس ليک او په افغانستان يى يو ځل بيا سياسى تجارت وکړ.
دا ځل په دى وطن پلورنه کى د قوماندان مسعود ستمى ډله يواځى نه وه بلکه په دى کرغيړن عمل کى کريم خليلى، محمد محقق، عبدالرشيد دوستم او نورو هم ګډون درلود خو د اويا(٧٠) ميلونو ډالرو په تر لاسه کولو کى د جمعيت اسلامى او ستمى نظار شورا برخه ډيره زياته وه.
له بله طرفه د هغه افغان­ شيعه جهادى تنظيمونو رهبران چى په ايران کى ميشت وو لکه کريم خليلى، محمد محقق، اکبرى، سيد جعفر نادرى (سيد کايان)، شيخ اصف محسنى، عبدالعلى مزارى،سيد جګړن او نور مستقيمآ د ايران د اخوندي رژيم تر تآثير لاندى وو. ددغه تنظيمونو قوماندانانو په خپله ټوله جهادى دوره کى هيڅکله هم کوم روسى عسکر د يرغمل په توګه نه وو نيولى، دا ځکه چى ايران د پخوانى شوروى اتحاد سره ګډ سياسى او اقتصادى روابط لرل، نو په دى اساس د ايران اخوندى رژيم په دغه ايران ميشته افغان تنظيمونوفشار راوړه چى د جګړى په وخت کى د شورويانو په مقابل کى د نرمښت نه کار واخلى او داسى کار ونکړى چى د ايران او شوروى په اړيکو منفى تآثير وکړى.
که چيرى نړيواله ټولنه (ملګري ملتونه) او د دموکراسۍ ټيکه داران (برتانيا اوا مريکا) په رښتيا غواړى چى په افغانستان کى سوله او ثبات رامنځته او د هغو کورنيو ارمانونه تر سره شى چى خپل عزيزان يى په ديرش کلن ناورين کى له لاسه ورکړيدي، بايد درى ډوله محکمي جوړي شي.
١. د ملى خاينانولپاره محکمه: هغه قوماندان او يا تنظيم چى د افغانستان د تجزيى او ملى ګټو په ضد د پيسو او يا مقام د لاسته راوړلو لپاره د بهرنيو هيوادونولپاره جاسوسى کړى وي اود افغانستان سري اسرار يى ددغو هيوادونو د جاسوسى شبکو سره شريک کړي وي، محاکمه کړل شي.

٢. د جنګى جنايتکارانو لپاره محکمه: هغه تنظيم، ډله او يا شخص چى په ټول وژنه ( جينوسايډ Genocide ) کى يى مستقيم او يا غير مستقيم لاس لرلى وى محاکمه کړل شي. په دى کتګورۍ کى نه يواځى افغان جنايتکاران راځى بلکه د هغه خارجى هيوادونو عسکري او ملکي وګړي هم بايد شامل کړل شى چى د بشرد حقوقو څخه يى سر غړونه کړى وي.
٣. په ادارى فساد کى د ککړاشخاصو لپاره محکمه: په دى کتګورۍ کى زياتره لوړ رتبه مامورين راځى چى د هغوي دوسيي د يو بيطرف کميسون لخوا څيړل کيږى اود جرم د ثبوت په صورت کى د نقدى جريمى تر څنګ په بند هم محکوميدلى شى.
د ملى خاينانو د دوسيو او سوابقود څيړلو لپاره بايد د افغانستان ملى او په وطن مين اشخاص چى د پوره تجربو لرونکي وي وټاکل شى، تر څو ددغو خاينانو په باره کى ددوي اړيکي چى د بهرنيو هيوادونو د جاسوسى شبکو سره يى د افغانستان د تجزيى په باره کى لاس لرلى وي د زره بين لاندى ونيسى. دا محکمه بايد علنى وى.
دافغانستان د جنګى جنايتکارانو د محاکمى لپاره بايد د جنګى جنايتونو نړيوالى محکمى ته چى مرکز يى په هاګ ­ هالينډ کى دى هغه جنګسالاران چى په ټول وژنه او د بشر په ضد په جنګى جنايتونوتورن وي دغى نړيوالى محکمى ته ژر تر ژره ور وپيژندل شى.
په ادارى فساد کى د ککړو اشخاصودوسي بايد د ادارى فساد د شفافيت کميټى ته چى د ملګرو ملتونو په چوکاټ کى په کال ٢٠٠٠ کى د نړۍ د هيوادونو د حکومتى چارواکو د کارد شفافيت په منظور جوړه شويده وسپارل شي.
زما بله ليکنه به د افغانستان د ملى خاينانوپه باره کى وى. په دغه ليکنه کى به د هغو تنظيمونود مشرانو، قوماندانو او ډلو نومونه چى د افغانستان د تجزيى لپاره يى هلى ځلى کړي او يا يى کوي بربنډ شى. ژوندى دى وى افغانستان.