کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دافغانستان په شمال كﯤ د لوديځ نوى مورچل

دافغانستان په شمال كﯤ د لوديځ نوى مورچل

دريځونه او بدلونونه

كوم مهال چى د افغانستان د سياسي سرنوشت په هكله په بون كى پريكړه كيدله , د لوديځ استخبارتي شبكوته يا په بل عبارت د سياسي تصميم نيولو موسسى او كور ته په لوديځ كى ميشتو مستقلو سياسي شخصيتونو اوپه افغانستان كى ختيځ ( روسيه , هند , ايران ) پلوه سياسي ډلو لاره موندلي وه , په لوديځ كى ميشت سياسي شخصيتونه په افغانستان كى له ولسي حمايت څخه برخمن نه و, او د سياسي ګوندونو په څير د ولس په مټوو سياسي ډګر ته نه و راوتلي , خو د خپل سياسي تصور په بنا باندي چى د لوديځ سياسي تصور ته ورته و يى د لوديځ حمايت تر لاسه كړي و, اودلوديځ سياسي موسسى ته يى لاره پيدا كړى وه , د افغانستان ټولنه يى د ديموكراسي اړمنه بلله , اوپه افغانستان كى د يوه ديموكرات سياسي نظام غوښتونكي و .
خو ختيځ پلوه سياسي ډلي څه نا څه له اولسي حمايت څخه برخمني وي د افغانستان سياسي ډګر ته د روسانو په مټوو راوتلي وى , او د لوديځ استخبارتي شبكو ته يى ځكه لاره وموندله چى دوي هم ځانونه د سختدريځو ډلو دښمنان بلل , او ځانونه يى د لوديځ په څير د سختدريځه ډلو تر ګواښ لاندي ګڼل , هغه ډلي چى لوديځ او دوي نړيوال امنيت ته لوي ګواښ ګڼلي .
د بون د كنفرانس له لاري لوديځ وتوانيد چى د افغانستان لپاره پرته له هغو سياسي ډلو چى د افغانستان په جنوب كى وي يوه سياسي اداره وټاكى , روس پلوه سياسي ډلو سربيره پدي چى د افغانستان په سياسي اداره كى ونډه تر لاسه كړه يوه بله خورا د اهميت وړ لاسته راوړنه يى هم تر لاسه كړله هغه دا چى د لوديځ سياسي موسسه يى پدي قانع كړله چى د نړيوال امنيت دژغورلو لپاره د افغانستان جنوبي سيمه چى ګواكي د سختدريځه ډلو نظامي اډي پكى ځاي پرځاي د ي تر نظامي يرغل لاندي وساتي , د بون د كنفرانس په لړ كى روس پلوه سياسي ډلو دا ذهنيت چى ګواكي د افغانستان په جنوب كى د سختدريځه ډلو نظامي ځپل يوه اساسي اړتيا ده دلوديځ سياسي موسسى ته وړاندي كړ , دا ذهنيت لوديځ ته دمنلو وړ و ځكه هغه مهال امريكا هم له يوي داسي پيښي سره مخ شوي وه چى په لاره اچونكي يى د افغانستان په جنوب كى ميشت و, نو د لوديځ د سياسي تصميم نيولو كور پدي باور شو چى د سختدريځه ډلو د ځپلو لپاره د افغانستان په جنوب كى يو پياوړي نظامي مورچل جوړ كړي ترڅو د سختدريځه ډلو تحركات وڅاري, او هغه تندروه سياسي ډلي تر نظامي بريد لاندي راولي او د نظامي تصفيى له لارى خپل هدف تر لاسه كړي , دبون د كنفرانس په ترڅ كى په افغانستان باندي د شمال له لوري نظامي بريد پيل شو او په لنډه موده كى د لوديځ ځواكونو د افغانستان په جنوب كى خپل مورچلونه جوړ كړل , د لوديځ نظامي خوزښت په جنوب كى اقتصادي , ټولنيزه , اوتعلمي پرمختيا شنډه كړله او په سيمه كى د مقاومت پياوړتيا ورځ تر بلي محسوسيدله ان تر دي چى دمقاومت ډلود لوديځ د ځواكونو د ناوړه كړنلاري په پايله كى چى له خلكو سره يى په لاره اچولي وه څه نا څه د ولس تعاطف هم تر لاسه كړ .
د روسانو د پلان مطابق لوديځ د افغانستان په ګرداب كى را ښكيل شو , د لوديځ په راتګ كى د افغانستان جنوب ته روسانو دوى استراتيژيكى لاسته راوړني كتلي 1- لوديځ يى په هغه سيمه كى له هغه مقاومت سره لاس ګريوان كړ چى روسانو د لوديځ په مرسته ورڅخه ماته خوړلي وه , روسان پوهيدل چى لوديځ د افغانستان په سياسي خړوب كى له هغه مقاومت سره مخ كيږي له كوم مقاومت سره چى دوي مخ شوي و, روسانود افغانستان د خلكو احساسات د يرغلګرو قوتونو په وړاندي پيژندلي و نو ځكه يى د دوي د راتګ هركلي وكړ, د روسانو له توقع سره سم د لوديځ ځواكونه د اتو كالو په اوږدو كى د افغانستان په جنوب كى له ريښتينى مقاومت سره مخ شول , او د روسانو دام ته په افغانستان كى دير نيږدى شول .
2- د لوديځ په وړاندي يى خپل پلويان د افغانستان سياسي ډګر ته وروزل , او په پوره قوت يى خپل پلويان په سياسي ميدان كى راولاړ كړل , چى د تير شويو انتخاباتوپه ترڅ كى يى لوديځ ته ګواښ د پام وړ و, او د راتلونكو پارلماني ټاكنو له پاره يى هم ژوره مبارزه پيل كړي ده , د ياد وړ ده چى د ختيځ د سياسي مثلث (روسيه – هند – ايران ) پلويان په افغانستان كى د مصلحت په اساس له روسانو سره ملګري شوي نه هم د فكر په اساس , دا اټكل هم كيږي چى روسان غواړي په جنوب كى هغه پخواني كمونستان يو ځل بيا سره راټول كړي او ديو سياسي بديل په څير ورڅخه ګټه پورته كړي .
د دى كړكيچن حالت په ترڅ كى په نا څاپه ډول د هغه اور لمن چى په جنوب كى ليګيدلي و د افغانستان شمال ته وغزول شوه , د افغانستان شمال ته په جنوب كى د بل شوي اور لمن غزول او يا په بل عبارت د افغانستان له جنوبي سيمى څخه د افغانستان شمال ته د جګړى غزول د افغانستان په هكله د لوديځ او ختيځ تر منځ په سياسي لوبه كى دير څه بدل كړل , د افغانستان نړيواله سياسي معادله يى له نويو حسابونو او دريځونو سره مخ كړه , د يو شمير سياستپوهانو په اند لوديځ د روسانو د فشار او ګواښ په وړاندي په افغانستان كى خپل نوي او داهميت څخه ډك مورچل پيدا كړي , كيدي شي د افغانستان په هكله او په نړيواله سياسي راكړه وركړه كى لوي بدلون را منځ ته كړي , د لوديځ د نوي مورچل اهميت د روسانو په څرګندونو كى هم په روښانه محسوسولي شوو .
پدي كى شك نشته چى په افغانستان كى سياسي اداره او لوديځ پدي باور و چى د افغانستان په جنوب كى د سختدريځه ډلو ځپل د نړيوال امنيت لپاره خورا اړمن كار دي ,خو په امريكا كى د هغى سياسي ادارى بدلون چى په جګړيز تګلاره يى تينګار كاوه دا تصور اوذهنيت هم تر بيا څيړنه لاندي راوست , د بوش د ادارى جګړيزي تګلاري د امريكا سياسي څيره په نړيواله كچه ديره زيانمنه كړله , او دا نظامي خوزښت په اسلامي نړۍ كى يوله هغو مهمو لاملونو څخه و چى د امريكا د سياسي ادارى د بدلون سبب شو , د اوباما په مشرۍ په امريكا كى نوى اداره پدي ټينګار كوي چى ګواكي د افغانستان په جنوب كى بايد د دولت له مخالفينو سره د خبرو اترو دروازه پرانيستل شي , او د خبرو له لاري هغه كړكيچن حالت ته د پاي ټكى كيښودل شي چى د لوديځ ځواكونه ورسره مخ دي , كه چيري په واقعي ډول لوديځ د افغانستان په جنوب كى له مخالفينو سره خبرو ته حاضر شي او د افغانستان حكومت ته واك وركړي چى دا خبري په مخ بوځي نو هرو مرو به لوديځ له هغه ماتي څخه ځان وژغوري كوم چى روسان يى هيله من دي , او دولت به له هغه ګواښ څخه په امان كى شي كوم چى د روس پلوه سياسي قوتونو له اړخه ورته متوجه دي , او لوديځ به وتوانيږي چى له افغانستان څخه په مسالمت اميزه ډول دي وتلو لاره پيدا كړي .
كه چيري د افغانستان په سياسي ډګر كى د لوديځ راپرزيدل هم د خيتيځ په څير نږدي شوي وي , نو آيا افغانان د لوديځ د پرزيدو وروسته كوم پياوړي سياسي بديل لري ؟ كه بيا هم د هغى ترخى تجربى ښكار كيږي څرنګه چى د روسانو له وتلو وروسته ورسره مخ شول , او د خپل سياسي زعامت لپاره يى كومه پلان شوي تګلاره نه درلوده نو له هغه كړكيچن حالت سره مخ شول چى تر اوسه ملت ورنه ځوريږي .
په افغانستان كى د لوديځ او ختيځ اخ اوډب ته د پاي ټكى ايښودلو لپاره يو پياوړى افغاني الاصل پاڅون ته سخته اړتيا ده , هغه پاڅون چى د ختيځ او لوديځ د لاسوهنى په وړاندي د يو نه نړيدونكى ديوال په څير ودريږي , هغه پاڅون ته اړتيا ده چى د افغانستان سياسي ډګر ته ټول پردي اوږدى شوي لاسونه غوڅ كړي , هغه پاڅون چى د افغانستان د توريالي ملت خپلواكي تضمين كړي , هغه سياسي پاڅون چى د افغانستان سياسي قوتونه دي ته اړ كړي چى د لوديځ او ختيځ له مصلحتونو څخه لاس په سر شي , خپل افغاني غرور او عزت وساتي , او افغانستان له يرغل څخه وژغوري , د افغانستان له وياړه ډك او سرلوړي تاريخ ته احترام وكړي , هغه پاڅون چى له هر څه وړاندي د اسلامي ارزښتونو په چوكاټ كى يوحكومت را منځ ته كړي .