" /> " /> " /> " /> اوباما د ۳۰ زرو پوځیانو د رالېږلو اعلان وکړ – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / اوباما د ۳۰ زرو پوځیانو د رالېږلو اعلان وکړ video

اوباما د ۳۰ زرو پوځیانو د رالېږلو اعلان وکړ video

اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی بارک اوباما څو دقیقې مخکی د نیویارک د ویسټ پاینټ په پوځی اډه کی د وعدې سره سم اعلان وکړ چی افغانستان ته به دیرش زره نور امریکایی پوځیان لېږل کیږی چی لومړنۍ ډله به یې تر کریس مس پوری هلته ځای پر ځای کیږی . خو ده دا هم وویل چی ۱۸ میاشتي وروسته به د پوځیانو په راایستلو بیرته پیل وکړو . اوباما  په خپله وینا کی وویل چی موږ دا پوځیان هغه ځای ته لیږو چی له هغه ځایه پر موږ د سپټمبر د یوولسمی حمله سوې وه او  همالته همدا اوس د طالبانو جنګ شدید سوﺉ دی . خبر وایی چی د دې پوځیانو د یو کال مصارف به ۳۰ بلیونه ډالره وی چی دا ډیر ستر مبلغ دی . اوباما وویل چی موږ باید پرې نږدو چی القاعده هلته بیا ژغورلی امنځی ولری او موږ باید د طالبانو خوځښت پر شا وتمبوو او باید د افغان حکومت او امنیتی ځواکونو قوت ورزیات کړو .


اوباما چی ولسمشر سوﺉ ، هغه مهال په افغانستان کی ۳۴۰۰۰ امریکایی پوځیان مستقر وو ، خو ده وروسته هغه ۷۱۰۰۰ ته ورسول او دا دﺉ اوس یې ۱۰۱۰۰۰ ته رسوی . اوباما د ناټو څخه هم وغوښته چی ۵۰۰۰ ـ ۱۰۰۰۰ نور پوځیان افغانستان ته ولیږی . هغوی اوس هلته ۴۰۰۰۰ پوځیان لری . د دغو دیرش زرو پوځیانو په لیږلو سره به په افغانستان کی د ټولو بهرنیو پوځیانو شمیر ۱۴۱۰۰۰ ته ورسیږی چی دا په واقعیت کی د یو اشغالی پوځ مطلب افاده کوی .  ځکه د طالبانو شمیر د امریکایی چارواکو په وینا پنځلس زرو ته رسیږی .


څېړونکي په دې رایه دي چی اوباما د دیرش زرو پوځیانو د ورلیږلو تر څنګ په ۲۰۱۱ کی د هغوی د بیرته راایستلو د پیل کولو څخه هدف په یوه ډبره د دوو مرغیو ویشتل دی یعنی دا چی د افغانانو د حساسیت لږول له یوې خوا او د امریکایی مخالفینو د ږغ کمول هم له بلی خوا مد نظر لری خو دا تاکتیک به ځکه ګټه ونکړی چی طالبانو ته به اهداف نور هم ډیر کړی .