کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / اوباما د عبدالله (عبدالله) شاګرد وخوت:

اوباما د عبدالله (عبدالله) شاګرد وخوت:


کله چې د ١٣٨٨ هـ ش کال د ولسمشرۍ ټولټاکنې دوهم پړاو ته ولوېدې؛ نو يوازې د ولسمشرۍ څوکۍ ګټلو ته دوه نوماندان، کرزى او عبدالله سره ښکر په ښکر شول. دنوموړې سيالۍ منځګړي (ريفريان) خو له شماره وتلي ول، مګر امريکا پکې خپل ځان ترټولو مهم ګڼه؛ ځکه خو تر بل هر چا ورته امريکايان ډېر سخى، سخى کېدل. يوازې دانه چې عبدالله د امريکايانو نه خوښېده، بلکې خپله له ځايه هم چندان توريالى نه و. ځان ورته کمزورى او بايلونکى معلوم شو، ورو ورو يې پښې سستېدې او دځان لپاره يې دتېښتې لاره موندل شروع کړل. څرنګه چې ددې سيالۍ ليدونکي
( نندار چيان) يوازې داخليان نه، ورسره بهرنيان هم ول؛ نو ماتې خوړل او يا مېدان پرېښودل ورته دپوزې پرې کولو څخه هم ګران کار و، ددې لپاره چې په عبدالله باندې څوک د ناکام ګمان ونه کړي، او خلکو ته په حقه او سپېڅلى معلوم شي؛ نو يې يو څو دوخت او امکان څخه لرې شرطونه وړاندې کړل، چې په دې کې دڅو وزيرانو د دندو تعطيل او د انتخاباتو دکميسيون ديو غړي له دندې ګوښه کول ول. ورسره يې داهم ويلي ول که، چېرته يې شرطونه ونه منل شي؛ نو دى به د ټولټاکنو په دوهم پړاو کې ونډه وانه خلي، څرنګه يې چې شرطونه دنه منلو وړ او يا دوخت څخه لرې خبره وه، ونه منل شول؛ نو دايې دځان ويستلو لپاره يو زرين او اسان چانس وباله او له همدې لارې څخه يې د ټاکنو له دوهم پړاو څخه خپلې پښې ووېستې.
اوس که په افغانستان کې وګورو بهرنيانو هم ښکاره جګړه بايللې ده او ورځ تر بلې يې مخالف لورى قوي کېږي، کنه تاسې وګورئ، چې دتېر کال په پرتله سږ کال بهرنيانو ته له شمار څخه وتلي تلفات اووښتي او کنه ؟!!
همدا تلفات دي چې دوى يې تېښتې ته مجبورکړي دي؛ نو ددې لپاره چې په خپلې ماتې دمخ پټولو پړونى واچوي او دنړيوالو سترګو ته ايرې پو کړي، افغانستان څخه د ځان ويستلو په لټه کې دي.
هو: په دې اړه به خپله اوباما څه غور کړى وي او يا نه، خو د شرم ګټونکي عبدالله تګلاره ورته ګټوره ښکاره شوه، چل يې ترې زده کړ، پر ځاى ددې چې  افغان دولت ته دنورو مرستو په کولو سره خپل مخ راوړاندې کړي، شاه کړه. او افغان دولت ته يې خپل شرط وړاندې کړ، چې په وينا يې که د شپږو مياشتو په موده کې داداري فساد مخه ونه نيوله؛ نو دى به خپل ټول فوځيان له افغانستان څخه وباسي. که وګورو په افغانستان غوندې هېواد کې او هغه هم بيا دداسې يو دولت په درلودلو سره چې ټول سيستم يې په اداري فساد ولاړ وي، د اوباما غوښتنې په دومره لنډ او تنګ وخت کې  بې ځايه او ناشونې خبره ده. ريښتيا هم که افغان دولت د شپږو مياشتو په موده کې د اداري فساد مخه وه نه شي نيواى او اوباما له دې هېواده دخپلو فوځيانو د ويستلو تابيا ونيسي؛ نو يوازې دانه چې موجوده افغان دولت به له پښو ولوېږي، ځکه چې دلته له پخوا راهيسې دولتونه ډېر عمر نه لري. او نه ددې هېواد لپاره بهرنيان چندان په ګټه دي؛ خو ورسره به امريکايان په ټوله نړۍ کې په شرمونو و شرمېږي او ددوى دا ماتې به دتاريخ پاڼوته يوه بله خاطره وي.
پاى