کور / شعر / اختر ته

اختر ته

خوشحالی کومه مو لیدلی نن صبا ووایه
اختره څنګه به خوشحاله شو په تا ووایه

چه ی راغلې ستړې مه شی هر کلې مو واخله
په پښتونخواه کی به مونږڅه وکړو په تا ووایه

دلته خو ډزی دی،بمونه دی، جنګونه دی تل
دلته به ستا مبارکی وایم په چا ووایه

دلته بچی مو یتیمان شو، زنانه کونډی شوی
دلته خوشحاله مو ابئ ده که دادا ووایه

دلته دښمن مو دی په لارو کی ازغی کرلی
دلته سلام م د غمونو په بیدیا ووایه

دلته اوس هغه ورځی شپی نشته چه تا لیدلی
ورشه دنیا ته دغه حال مو په ژړا ووایه

دنیا ته وایه، دلته سوله نشته، ژوند نشته دې
چرته خو څوک زمونږه جوړ شئ مسیحا ووایه

د ملتونو او قومونو فساد دلته راغې
اوښکی بهیږی چه د سترګو د هر چا ووایه

پښتنو خپلو پښتنو پسی ټوپک راخستې
د ډزو منځ کی مو بچی دی وار خطا ووایه

وایه زمونږه به هلو شی ته اختر اختره
چه راشی سوله په وطن یو ځلی بیا ووایه