کور / شعر / غزل

غزل

سم کاږه باڼه دي غوڅوي سړی
بې له کوم طبيبه روغوي سړی
مينه چې دعشق په انداز درومي
وګوره ترعرشه رسوي سړی
جوړه خاطره که راته ژوند مې که نغمه نغمه
کله چې بيلتون راشي بيايي ياده وي سړی
وايم که منې اوکه يي نه منې
باسي له روزګاره عاشقي سړی
روغ يم که ناروغ زه لاجواب يمه
خوښ مې وي هروخت ګلابي سړی
خاورې يم اسمانه دخلاتو په ګرداب کې يم
نه لرم دې جنګ ته ځوابي سړی
ښه شوه چې ګناه درته ثابته سوه
دغه رقيبان خوبې له جرمه شرموي سړی
څه ووايم دردته دحکمت تنها
خدايه راګوزارکړې اسماني سړی