دکډوالو اداره له افغانانو سره د زورزياتي مخه نيسي

د لراوبر اداره | دسمبر 3rd, 2009


په پېښور كښې د افغان كډوالو د چارو رئيس عبدالحميد احمدزي رسنيو سره په خبرو كښې څرګنده چې د پېښور پوليس حق نه لري چې هغه افغان كډوال ونيسي يا يي وزوروي چې قانوني اسناد ولري نوموړي پر افغانانو غږ كړى چې په پېښور كښې د ګرځيدو پر مهال قانوني اسناد پاسپورټ او افغان كارت ولري كه د قانوني اسنادو په درلودلو سره سره هم پوليسو كډوال تنګول يا يي زورول كي يي پيسي غوښتي نو ور دي كړي خو د پوليسو نوم ، د كمربند په خوا كښې سيريس نمبر او د تهاڼي حدود په نښه او په دي نمبر فون د افغان كډوالو د رياست د چارواكو سره اړيكي ونيسي چي قانوني چلند ورسره وشي نمبر : 0915843525 يا : 3005928893 د يادوني وړ ده چې په پېښور كښې د چاودنو څخه وروسته خوا شا 5000 افغانان د پېښور د پوليسو لخوا نيول شوي او يا په تهـاڼو كښې بنديان او له پولې اړول شوي هغه افغانان هم زورول شوي چې قانوني اسناد ولري .

Copyright Larawbar 2007-2024