داوباما دنوي ستراتيژۍ په اړه د طالبانو دغبرګون متن

د لراوبر اداره | دسمبر 2nd, 2009


1 – د امريکي ولس مشر، اوبا ما د څو مياشتني ځنډ نه وروسته، د ا فغا نستان په هکله خپله ستراتيژي اعلان کړه. ددي ستراتيژي د څرنګوالي نه ښکاري چي د نوموړي ستراتيژي په تهيه کولو کي د امريکي د ولس غوښتني او اړتياوي چي د شديد اقتصادي او مالي بحران سره مخ دي ، په قطعي توګه له پامه غورځول شوي ، بلکي د پخوا په څير دغه ستراتيژي د پنتاګون د جنرالانو، د امريکي د نويو محافظه کارانو او د امريکي د سترو پانګه والو د ګټو د خوندي کولو او فشار لاندي جوړه شوي ده. له همدي امله دغه يوه استعماري ستراتيژي ده چي غواړي د امريکي د پانګه والو استعماري ګټي تامين کړي اوداسی څرګنديږي چي امريکا نه يوازي د افغانستان لپاره بلکي د ټولي سيمي لپاره پراخ او اوږده ، کرغيړن او معاندانه پلانونه لري.

داوبا ما په ستراتژی کې کوم نوی ټکی نه و او نه هم دافغانستان دمسئلی د حل څرک پکې تر سترګو کیږې .اوباما د دیرش زرو پوځیانو د رالیږلو تر څنګ، په ۲۰۱۱ کی د هغوی د بیرته ایستلو د پیل کولو څخه هدف دده په ګمان په یوه ډبره د دوو مرغیو ویشتل دي .یعنی دا چی د افغانانو د حساسیت لږول له یوې خوا اوپه امریکایی کي دننه،دمخالفینو د ږغ کمول اودنړیوال متحدینو دعسکرورالیږلو ته تشویقول هم له بلی خوا په نظر کي لري . خو دا تاکتیک به ځکه ګټه ونکړی چی یوخوبه یې دعسکروډیروالی له ځان سره ډیر تلفات ولري اوبل داچي اوس افغانان ،نړیوال اوپه خاص ډول امریکایې ولس په حقایقو ښه پوه شوي اوداوبامالفظی چالاکي یې نشي تیر ایستلای .

۲ – افغانستان په خپل ټول تاریخ کې دبهرنیانوپه چل ،فریب ،مادیاتو،د ځواکونوپه زیاتوالي اوزور،چاندی تابع کړی ،نو ځکه به دامریکایې ځواکونوزیاتوالی ،اونوري حربي هم کوم خاص اثرونلري .البته له یوي خوا به مجاهدینو ته پر هغوی باندي دلازیاتو ګذارونو مو که په لاس ور شي اوله بلي خوابه دامریکا واردمخه لړزیدلي اقتصاد ته لازیات تکان ورکړي .

۳ – داوباما داخبره چي دکابل داداري اردواوپولیس به زیات اوتربیه کړي له دي امله بي نتیجي او بي ګټي کاردی چي دافغانستان په اسلام او ازادي مین اولس دکابل اداري اودهغوی وسلوالو ځواکونوته داشغالګرودګوډاګیانواومفسدینو په نظرګوري. ددښمن داطرحه له مخکې نه لاددوی په تاوان تمامه شوي ده،ځکه افغانانو او نړيوالو په سترګوولیدل چی هرڅومره دهمدي ځواکونوتعداداوروزنه زیاته شوي، دمجاهدینو قوت نورهم ورسره زیات شوی اومجاهدینوته په مخالف صف کې دجهادپه ګټه دلازیات نفوذموکه په لاس ورغلي اودولس ملاتړنورهم له مقاومت سره زیات شوی دی .

۴ – موږنه په پاکستان کې اډي لرو اونه هم له افغانستان څخه دباندي اډوته ضرورت لرو.په هیواد کې خورا پراخي سیمي زموږ په واک کې دي اودخپل فعالیت او استوګنې په اړه هیڅ ستونزه نلرو.په پاکستان کې زموږ دموجودیت خبره یوازي ددي دپاره راپورته کیږي چي په افغانستان کې زموږ له قوت او قوي مقاومت څخه توجه واړول شی.

۵ – داچي دافغانستان اسلامي امارت په باربارنړیوالوته واضح کړي چي موږپه نړۍ کې هيچاته دضررسولو اراده نلرونو. لهذاپه افغانستان کې دبهرنيويرغلګرو عسکرو موجوديت دنړۍ په امنيت پوري هيڅ اړه نلري . اوبامايوازي دنړيوال ذهنيت داړولواودافغانستان جنګ ته دنوروهيوادونودهڅولو دپاره، دي جګړي ته کله دمجبوريت ،کله دغرب ددفاع او کله هم نړيوال رنګ ورکوي. ترڅو په دي ډول خپل ناروا يرغل توجيه اونورهيوادونه دځان په ګټه استعمال کړي.

۶ – داسلامي امارت مجاهدين دتير په څير ،دامريکااو نورو داخلي او خارجي اتلافيانو دناروا،اسلام ضد او افغانستان ضد دسيسو شنډولو اودهيواد په ګوټ، ګوټ کې له هغوي سره دپراخې مقابلي او اوږد مهاله مقاومت،قوي ستراتژي، لوړه حو صله اوپوره امادګې لري .اوکلک باور لري چي داوبامامکرره ستراتيژي به هم لکه دتيرو هغو په څير ناکامه او له کلکې رسوايې سره مخامخ کړي. امريکايې چارواکوته دايادونه ضروري ګڼوچي که ستاسي تجاوزکارانه تګلاره همداسي دوام ولري، نو د افغانستان د اشغال په ځاي به امريکا د حتمي تجزيي سره مخا مخ شي لکه چي د متکبرو يرغلکرانو تاريخ په کراتو همدا ټکی په ثبوت رسولی دی. بايد ووايو چي دافغانستان مسلمان ميړنی ولس له خپل سر او مال نه تيريږي خو د خپلي عقيدي او د هيواد د خپلواکۍ نه لا س نه اخلي.

لکه څنګه چي په تيرو اتو کلونو کي تاسي د خپلو ړندو بمباريو، و حشيانه شکنجو او عملياتو او پرله پسي عسکري زياتونو په مقابل کي د افغانانو غبرګون د اسلامي او ملي پاڅون په شکل کي وليد، په راتلونکو کلونو کي ددغه ډول لا زيات شديد عکس العمل انتظار وباسي.

Copyright Larawbar 2007-2024