کور / تازه خبرونه / ناټو به هم ۷۰۰۰ پوځیان افغانستان ته ولیږی

ناټو به هم ۷۰۰۰ پوځیان افغانستان ته ولیږی

رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی ناټو به هم د بارک اوباما د غوښتنی او تعهد څخه د ملاتړ په توګه خپل اووه زره پوځیان څو میاشتي وروسته افغانستان ته ولیږی . دا پوځیان به د امریکایی پوځ سره په ګډه د طالبانو سره جنګیږی . خو د ناټو عمومی منشی ( اندرس فوګ راس موسن ) وویل چی موږ به زیار وباسو چی د افغان امنیتی ځواکونو لپاره نوره مرسته ، روزنه او وسلې تهیه کړو تر څو هغوی د طالبانو سره د جنګېدو قابلیت پیدا کړی . په دې سره په افغانستان کی د بهرنیو پوځیانو شمیر تقریبأ یو نیم لک ( ۱۵۰۰۰۰ ) ته رسېدونکی دی چی د صرف پنځلس زرو طالبانو سره جنګیږی .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، ویل کیږی چی یو امریکایی عسکر په هلمند کی د طالبانو په مخامخ ډزو سره ووژل سو .