ملغلري

د لراوبر اداره | دسمبر 4th, 2009


داخـــــــــــوت خوږه فضــــــــــا ختمه شوه
هـم دعظمت صدق او صفا ختمه شوه
دچا بدن چــــــــــــــــــــــې نـــن ټپى ټپى دې
دې در ديدلـــــــــــــې تـــه دوا ختمه شوه
په چم ګاونډ ،نارې سورې ګـــډي دي
دهرچاخولــــې،خوږه خندا ختمه شوه
دچا پرسرنن سرې سکروټـــې اوري
دچـــــــــــا کور،خونه هم کلاختمه شوه
چــــــــــــــــــــــې دملت اوداولس آرزووه
ترسره نه شوه بـــــى معنا ختمه شوه
چــــــــــــا وران کاريوته مــــــــلا وتړله
علم اوپوهه،هـــــــــــــــم رڼا ختمه شوه
(امـــــان)به ښندي ملغلـــــــــري دزړه
خير کــــــــه ددرقدراوبها ختمه شوه

کونړ بريکوټ
١٣٨٨ ٣ ١٠

Copyright Larawbar 2007-2024