کور / تازه خبرونه / د اسراييلو وسله په افغانستان كي كارول كيزي

د اسراييلو وسله په افغانستان كي كارول كيزي

د اسراييلو يوي مخكښي ورځپاڼي يديعوت احرونوت يو راپور خپور كړې چي وايي اسراييلي ساخت وسلي په افغانستان كي د ناټو ځواكونه د طالبانو په ضد جنګ كي كاروي .
راپور د هغو ټولو انواع وسلو په تفصيل سره يادونه كړي چي د څو كالو راهيسي يي امريكايي او په افغانستان كي ميشت بهرنې ځواكونه د طالبانو او ترهګرو په ضد جګړه كي كاروي په دغو وسلو كي د پام وړيي بي پيلوټه الوتكي او توغندې او يو لړ د ماين ضد سيسټمونه دى .
ورځپاڼه د اسراييلو د وسلي جوړوني د ملي مركزرفائيل ديو جګپوړې چاروكي له خولي واي اسراييل په كال كي لسګونه مليونه امريكايي ډالرو وسله په افغانستان كي په ميشتو ناټو او ايتلافي ځواكونو پلورې.
راپور وايي چي امريكايي ځواكونه په افغانستان كي د اسرييلو ساخت بي پيلوټه الوتكي د ترصد او څارني لپاره كاروي چي دغو الوتكو تر اوسه ډيره ښه پيله وركړي ده.
راپور كي ويل شوي چي د برتانيا پوځ هم اسراييلي ساخت بي پيلوټه الوتكي (هرمس 450) او يو لړ د ماين او بمونو د لري نه د كشف كولو سيسټونه په افغانستان كي د طالبانو سره په جګړه كي كاروي .
راپور ښولي چي د هسپاني او د پولنډ ځواكونه په افغانستان كي په روانه جګړه كي د اسرييلو ساخت سياك توغندې كاروي كوم چي له څرخي الوتكو او هم له ځمكي توغول كيدايشي.
راپور وايي چي د امريكا پوځ او د ناټو ځواكونه به په نيژدي وخت كي له اسراييلو نوري وسلي هم راونيسي .