فرانس پریس آژانس په خپل تازه خبر کی وایی چی د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس نن وویل چی موږ هیڅ نه یو خبر چی اسامه بن لادن چیری دی . که موږ په مجری د هغه په اوسېدنځای خبر سو نو بېله ځنډه به یې ونیسو او یا به یې ووژنو .
ګېټس وویل چی موږ د څو کالو راهیسی د هغه د اوسېدنځای په هکله معلومات نلرو . ګېټس د هغه نیول سوي پاکستانی طالب قوماندان اعتراف هم تصدیق نکړ چی ویلي یې دي ما تیر کال د بن لادن سره په غزنی کی کتلي وو .
خبر زیاتوی چی د رابرټ ګېټس دا اعتراف افغانستان ته د نورو دیرش زرو امریکایی پوځیانو د لیږلو تر فیصلې وروسته راځی . خو د ګېټس اعتراف د انتقادیانو دا ادعا ثابتوی چی افغانستان ته د دغو ۳۰ زرو پوځیانو لیږل د القاعده پر ضد نه بلکی د افغان طالبانو پر ضد اقدام او د افغانستان اشغال دی چی هغوی نه امریکا او نه هم اروپا ته کوم تهدید دﺉ بلکی له خپل هېواده بهرني یرغلګر شړي .