د ورځي لس ملیونه ډالره د افغانستان څخه وزي

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 7th, 2009


د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼی نن راپور ورکړ چی د افغانستان څخه هره ورځ لس ملیونه ډالره په قاچاقی ډول وځی . د مالیې وزیر عمر زاخیلوال دا اعتراف په هغه کنفرانس کی وکړ چی د امریکا د سفارت او د امریکا د داخلی امنیت د وزارت په همکارۍ جوړ سوی دی . زاخیلوال وویل چی د دغو پیسو ستره برخه صرف د کابل د هوایی ډګر څخه د باندی وزی حال دا چی د کندهار د هوایی ډګر څخه د وتونکو ډالرونو اندازه معلومه نه ده .

زاخیلوال وویل چی « فساد په افغانستان کی د تروریزم څخه هم لوی تهدید دی . دا دسرطان ناروغي ده . دغه کار د افغانستان نوم بد کړﺉ دی . » ده زیاته کړه چی اکثره دغه مبلغونه د مخدره ییز کاروباریانو او نورو حکومتی کسانو او خصوصی مؤسسو د کارمندانو لخوا په طیارو کی د متحد عربی اماراتو دوبی ته وړل کیږی .

د امریکا د فډرالی ګروېږنو یو مقام ( چی نه یې غوښته نوم یې واضح سی ) وویل چی امریکا دلته د کلونو کلونو راهیسی په دې کی ناکامه سوې ده چی د مخدره کاروبار له درکه هغه پیسې کنټرول کړی چی د افغان حکومت د چارواکو په جېبونو کی بهر وزی .

خو سیاسی مبصرین په دې عقیده دي چی په فساد کی د کابل د رژیم د مسؤلینو تر څنګ پخپله غربیان هم دخیل دي او دا چی نه یې سي کنټرولولای ، حتمأ کوم مصلحت او ملاحظات شته دي .

Copyright Larawbar 2007-2024