کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ كې له سي ان ان ټلويزيون سره د ولسمشر كرزي د مركې ځينې ټكي راخستي او ليكلي، چې بهرني قوتونه نشي كولې افغان دولت متزلزل او يا هم د خپلو اهدافو د ترلاسه كولو لپاره پر دولت فشار راوړي.

ورځپاڼې په دوام كې د ښاغلي كرزي دا سپارښتنه هم راخستې،چې د تاوتريخوالي د كمولو لپاره له طالب مشرانو سره خبرې ضروري دي او امريكا دې د افغان دولت او ملاعمر ترمنځ د رسمي خبرو ملاتړ وكړي.

ورځپاڼې د خپلې سرمقاله په يوه برخه كې د فساد په جرم د كابل ښاروال نيولو او زنداني كولو ته په اشارې ليكلي، چې دا هغه څه دي، چې ولس يى هيله درلودله او د ښاغلي كرزي د نوې دورې د پيل يو ښه فال يى بولي.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې دا خبر وركړې، چې ملي شورا ته د نوې كابينې ورپيژندل د شنبې تر ورځې ځنډول شوې.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له افغانستان سره د نړيوال بانك لخوا په اعلان شوې مرستې تبصره كړې او هغه يى په افغانستان كې د ښه حكومتدارۍ د نړيوالې ټولنې د باور ښكارندوى بللې.

ورځپاڼې په دوام كې دا سپارښتنه كړې، چې د نړيوالې ټولنې له مرستو نه بايد په سمه توګه ګټه پورته شي.

ورځپاڼې په افغانستان كې د بشر د حقوقو د روان حالت په اړه هم يو مطلب خپور كړې او پكې د بشر د حقوقو په روان حالت انديښنه څرګنده شوې ده.

ورځپاڼې په يو جلا څيړنيز مطلب كې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو د وتلو د نيټې په ټاكلو تبصره كړې او دا يى د هغو كسانو پر مخ يو ستر ګزار بللې،چې د افغانستان د اشغال ډنډورې يى غږولې.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا سي ان ان ته په مركه كې د ولسمشر كرزې د څرګندونو دا برخه راخستې، چې د امريكا لخوا له افغانستان څخه د وتلو د نيټې اعلان په حقيقت كې افغان ځواكونو ته د يو هدف ټاكل دي، څو ځان د امنيتي چارو د سمبالولو لپاره تيار كړي.

ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په يو بل سرليك كې په مسكو كې د افغان محصولاتو په جوړيدونكي نندارتون تبصره كړې او ليكلي، چې له دې سره به د افغانستان او روسيى ترمنځ سوداګريزې اړيكې لا پياوړې شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې هم په مسكو كې د افغان محصولاتو د نندارتون په پرانستلو تبصره كړې او شتو شرايطو ته يى په پام سره ليكلي، چې روسيه او افغانستان يو بل ته اړتيا لري.

دې ورځپاڼې هم په يو مطلب كې ملي شورا ته د كابينې د ورپيژندلو په مسئلې تبصره كړې او ليكلي، چې ولسي جرګې د كابينې له تدريجي ورپيژندنې سره مخالفت ښودلې.

افغانستان ټايمز:

دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې له ګاونډيو هيوادونو سره د نوري فايبر له لارې د افغانستان د نښلولو لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او ليكلي، چې پدې برخه كې په افغانستان كې شوي پرمختګونه د ستاينې وړ دي.

ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د بې كارۍ ستونزه انځور كړې او پكې دا ښودل شوې،چې خلك د بې كارۍ له امله له هيواده تښتي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼې هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو تبصرې او خبرونه خپاره كړېدي.

انيس پخپله سرمقاله كې افغان ځواكونو ته د هيواد د امنيتي چارو د سپارلو لپاره د نړيوالې ټولنې لخوا په ټاكل شوې نيټې بحث كړې او پدې ترڅ كې د افغان ملي پوځ د پياوړتيا پر اهميت او ملاتړ ټينګار كړې دې.

خو اصلاح بيا د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه كې د پاكستان په همكاريو تبصره كړې او ليكلي، چې پاكستان بايد پدې برخه كې ريښتينې همكاري وكړي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د اختلاس په جرم د كابل ښاروال د نيولو په اړه پخپله تبصره كې د مجرمينو په وړاندې د سخت چلند غوښتنه كړې او ليكلي، چې ولس د مجرمينو په وړاندې د مصونيت دود غندي.

ورځپاڼې په دوام كې هيله څرګنده كړې، چې ولسمشر كرزې او راتلونكې كابينه يى په هيواد كې د ظلم، بې عدالتۍ او بشري جنايتونو په وړاندې غوڅه مبارزه وكړي.

دې ورځپاڼې هم پخپل يو مطلب كې له سي ان ان سره د ولسمشر كرزي په مركې تبصره كړې او د ښاغلي كرزي په حواله يى ليكلي، كه افغان ځواكونه تر ۲۰۱۱ ميلادي كال پورې د امنيتي چارو د سمبالولو جوګه نشي نو امريكا او متحدين يى بايد له صبر نه كار واخلي.