کور / تازه خبرونه / کندهار:۳ وسله وال وژل شوی او ۴ ملکیان ټپیان شوی

کندهار:۳ وسله وال وژل شوی او ۴ ملکیان ټپیان شوی

په کندهار کی دری وسله وال وژل شوی او څلور ملکیان ټیان شوی دی .

د کندهار ولایت د ډنډ ولسوۍ په ناکود نومی سیمه کی د سه شنبه په شپه باندی ، وسله والو مخالفینو په عموی لاره کی د سرک دغاړی د ماینونو د ايښودو په حال کی وه چی د نړیوالو هوایی ځواکونو له خوا په نښه شول، چی په پایله کی دری بم خښونکی وژل شوی دی او ویل کیږی چی جسدونه یی په سیمه کی پاتی دی .

د کندهار ولایت د مقام په مطبوعاتی اعلامیه کی ویل شوی : بم ایښودونکی د ایتلاف ځواکونو تر هوایی برید لاندی راغلی او ژل شوی دی .
د اعلامیه په قول د هوایی برید له امله ملکی تلفات او یا مالی تاوان سیمیزو خلکو ته ندی اوښتی .

د کندهار ولایت په مطبوعاتی اعلامیه کی د نوموړی ولایت دښوراوک ولسوالۍ په مربوطاتو کی هم دوشنبه په ورځ د ملکی خلکو په تراکتور د چاودنی یادونه شوی چی په پایله کی څلور ملکیان ټپی شوی وه.

قاری محمد یوسف احمدی د طالبانو ویاند لاتر اوسه د خپلو د ملګرو دوژل کیدو په اړه څه ندی ویلی او په ښوراوک ولسوال کی په ملکی خلکو د چاونی مسوولیت یی هم ندی اخیستی.