ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | دسمبر 15th, 2009


ويسا:

دې خپلواكې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ د امريكا د مركزي ځواكونو د قومندان په څرګندونو تبصره كړې او د هغه په حواله يى ليكلي، چې پاكستان بايد د هغو طالب مشرانو پر ضد اقدام وكړي، چې له كويټې او وزيرستان نه په افغانستان كې جګړه تنظيموي.

ورځپاڼې په دوام كې د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په نقل بيا ليكلي،چې پاكستان د طلب مشرانو د نيولو په بدل كې له امريكا نه د كشمير لانجې حل لاره او يو لړ نور امتيازات غواړي.

په ورځپاڼه كې دا هم ليكل شوي، چې امريكا په كويټې خپلې حملې پراخوي او ددې هدف په كويټه كې د طالبانو په خلاف د جدي اقداماتو لپاره پر اسلام اباد فشار راوړل ښودل شوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د افغانستان د ملي پوځ د پياوړې كولو لپاره روانو هڅو ته كتنه كړې او ليكلي، چې دا هرڅه بايد پدا ډول ترسره شي،چې افغانان يى د نورو د مرستو پرته بوج اوچت كړاى شي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د امنيتي چارو د افغاني كولو لپاره روانو هڅو ته په اشارې ليكلي، چې افغان امنيتي ځواكونه خو دې ماموريت ته ځان چمتو كوي، خو افغانستان ته د بهرنيو ورپيښو ګواښونو د مخنيوي مسؤليت د نړيوالې ټولنې دنده ده.

ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې بيا په افغانستان كې د امنيت د ټينګښت لپاره د بيارغونې رول ټاكونكې بللې او ليكلي،چې دې موضوع ته بايد جدي پاملرنه وشي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د افغانستان لپاره د امريكا د نوې ستراتيژۍ په اغيزمنتيا بحث كړې او پدې ترڅ كې د امريكا د ولسمشر بارك اوباما په حواله په غټو ټكو سره ليكلي، چې ددې ستراتيژۍ اغيزې به تر ۲۰۱۰ ميلادي كال پورې څرګندې شي.

ورځپاڼې په دوام كې د هغه دا وينا هم راخستې كه چيرې دا ستراتيژۍ ګټوره ثابته نشوه نو په هغې كې به بدلون راولي.

ورځپاڼې د دوه ګوني تابعت لرونكو وزيرانو ته د باور راى د نه وركولو لپاره د ولسي جرګې پريكړې ته په اشارې د يو كارپوه په حواله ليكلي، چې په ولسي جرګې د دوه تابعته وزيرانو تپل د اساسي قانون خلاف عمل دې.

په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د ښوونځيو ستونزو ته هم كتنه شوې او د مسلكي ښوونكو نشتوالې اساسي ستونزه بلل شوې.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې كړيدي.

انيس پخپله سرمقاله كې په هيواد كې د ملي شورا د انتخاباتو د ځنډولو لپاره د ځينو لويديځو هيوادونو او په تيره بيا د امريكا او بريتانيى هڅو ته په اشارې ليكلي، دا انتخابات كه تر هر نامه لاندې ځنډول كيږي خو په عامه افكارو كې يى په لسګونو پوښتنې پيدا كړيدي.

خو اصلاح بيا پخپله سرمقاله كې د امريكا د ولسمشر بارك اوبا وروستيو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې افغانان هيڅ كله هم اسارت ته غاړه نه ايږدي.

ملي ارمان:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو څيړنيز مطلب كې د افغانستان لپاره د امريكا په نوى ستراتيژۍ بحث كړې او ليكلي، چې بارك اوباما د اسيا په وچه كې كوم سياسي او پوځي اهداف تعقيبوي؟

ورځپاڼې په دوام كې په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو لګښتونو ته په اشارې ليكلي، چې له افغانستان نه د امريكايي سرتيرو له وتلو نه مخكې ډالر له افغانستان څخه وځي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د نوى كابينې د غړو د ټاكلو په برخه كې له ولسمشر كرزي نه د امريكا او بريتانيى غوښتنو ته په اشارې ليكلي، چې دا دوه ځواكمن هيوادونه د پاكستان په لمسون هڅه كوي، چې د افغانستان امنيتي بنسټونه كمزوري پاتې شي.

په ورځپاڼه كې د افغانستان د روان حالت په اړه د امريكا د يو پخواني سناتور نظر هم راخستل شوې او ليكل شوي، چې افغانستان د امريكا لپاره په دويم ويټنام بدل شوې دې.

Copyright Larawbar 2007-2024