پنتاګون : په نومبر کی ۱۲ پوځیانو ځانونه وژلي دي

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 11th, 2009


د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) نن خبر ورکړ چی په تیره میاشت یعنی نومبر کی ۱۲ امریکایی پوځیانو ځانونه وژلي دي . خبر وایی چی په تیرو یوولس میاشتو کی ۱۴۷ پوځیانو پخپله ځانونه وژلي دي حال دا چی په ۲۰۰۸ کی ۱۲۷ پوځیانو خودکشی کړې وه . خبر زیاتوی چی د دې ځان وژنو علتونه بېلابیل دي لکه : روغتیایی خصوصأ دماغی تکلیفونه ، تحقیر او توهین ، د مناسباتو خرابوالی او نور . خبر وایی چی په پوځ کی د ځان وژنو د کنټرول د ټولو طریقو د عملی کولو سره سره بیا هم د دې شوم عمل مخنیوﺉ نسی کېدای .

Copyright Larawbar 2007-2024