کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کې دنړیوال نظامي ائتلاف تر منځ اختلاف

په افغانستان کې دنړیوال نظامي ائتلاف تر منځ اختلاف

د هامبورګ د سولی کانفرانس په مناسبت افغان حقوق پوه ډاکټر محمد عثمان روستار تره کی


( د جنوری ۱۲ ، ۲۰۰۸ م کال )  
  د نیویارک د پیښې (سپتامبر ۲۰۰۱ ) نه وروسته ، د ناتو ۱۹ غړیو هیوادونو، د فاجعې سره د مقابلی په مقصد غونډه وکړه . په دغه غونده کې په افغانستان باندې د ډله ایز یرغل پریکړه وشوه .


  موږ په اوسنی بحث کی پدی باندی خبری نه کوو چه آیا په افغانستان باندی د نړیوال نظامی ائتلاف برید د نړیوالو او کورنیو قوانینو سره سمون والی لری که نه ؟ فقط دلته د یو غټ سوال د ځواب  په موندلو  هڅه کوو . سوال په دغه بڼه باندی مطرح کیږی چه :


ولی د افغانستان د کړکیچ په اړوند  د نړیوال نظامی ائتلاف په منځ کی د سیاسی نظر توپیر مخ په زیاتیدو دی ؟ او دوی د یوې واحدې نظامی ستراتیژۍ په نه درلودلو کې پاتی راغلی ؟


  د مطرح شوی سوال د ځواب په لټه کی موږ باید لومړی په هغو لاملونو باندی رڼا واچوو چه په افغانستان باندی د نړیوال نظامی ائتلاف د برید سبب وګرځید .


  په افغانستان باندی یرغل مختلف حقوقی ، سیاسي، عقیدوي او ستراتژیک لاملونه لری :


  ۱ ـ حقوقی پدی معنی چه د ناتو غړیو هیوادونو د منشور د ۵ مې مادې له مخې ځان مکلف ګڼل چه وروسته د نیویارک د ترورستی پیښی نه د خپل متحد یعنی د امریکا څخه دفاع وکړی .


  ترورستی برید ته د ناتو « دفاعیه ځواب » د هغه د اساسنامی د ۵ می مادی په بنسټ باندی ولاړ وو . ۵ مه ماده وایی چه د ناتو په یوه غړی باندی برید په نورو غړیو باندی برید ګنل کیږی . د ملګرو ملتونو منشور هم په خپل ۵۱ ماده کی د « مشروع دفاع حق » ترنامه لاندی د ناتو دریځ د توجیه وړ ګڼي .


  د ناتو د تاسیس نه وروسته ( ۱۹۴۹ م کال ) دا لمړی ځل وو چه نوموړی نظامی سازمان د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادی څخه ګته پورته کړه .


  ۲ ـ سیاسي پدی مفهوم چه ایساف او ناتو له یوی خوآ د بن د تړون څخه د زیږیدلی نظام په ساتلو کی ځانته رسالت قایل وو او د بلی خوآ د ناتو هغو غړیو چه د امریکا د غوښتنی په خلاف د عراق په جګړه کی برخه نه وه اخیستی ، غوښتل چه د افغانستان په جګړه کی د امریکی سره په انډیوالۍ ، جبران مافات وکړی .


  ۳ ـ عقیدوی پدی تفصیل چه د سړې جګړې نه وروسته د لویدیزو ستراتژیستانو د پلان له مخی هغه څه چه اسلامی بنسټ پالنې او ورسره تړلی تروریزم ونومول شو، د لویدیزو هیوادونو په وړاندی د اصلی دښمن په توګه وټاکل شو : د کمونیزم او فاشیزم د ماتی نه وروسته ، ناتو د ۲۱ پیړی په ننوتلو کی د خپل بقآ په مقصد ځانته نوی دشمن او نوی رسالت قایل شو .


۴ ـ ستراتژیک پدی بڼه چه افغانستان د یو حساس ژیوپولتیک موقعیت په درلودلو سره ، بهرنیو میشتو قوتونو ته دا پیاوړتیا ور په برخه کول چه د سیمه ایزو ځواکونو په وړاندی برلاسی ولری .


  پدغه برخه کی د ایران د ذروی دوسیی په وړاندی مقابله لویدیزو هیوادونو چټک غبرګون ته اړتیا درلوده ، او افغانستان پدغه برخه کی ایډیال موقعیت لری .


  اوس مهال په افغانستان کی د ۶ کلنې جګړی څخه وروسته د ناتو او ایساف اکثر غړیو هیوادونو د افغانستان په جنوبی سیموکی په جنګی عملیاتو کې د ګډون څخه ډډه  او په هیواد کی یوازی په خپل تشریفاتی حضور ټینګار کوی:


  په افغانستان کی ۳۶ هیوادونه اټکل ۶۰ زره ( ۴۰۰۰۰ دناتو او ۲۰۰۰۰ د امریکا ) عسکر لری .


د دغه شمیر نه یوازی نیمیایی یی په سهیلی او سهیل لویدیز سیمو کی په جګړه لګیا ده . امریکا ، برتانیه ، هالیند ، کاناډا، او آسترلیا عملآ په جګړه کی ښکیل دی . د دغه ۵ هیوادونو په جمله کی یوازی امریکا په جګړه باندی ټینګار کوی .


د اروپایی اتحادیی سترو هیوادونو لکه فرانسه او آلمان زیاتره بیارغونی او د امنیتی اورګانونو روزنی ته لیوالتیا ښکاره کوی او د جګړی د دوام په اړه متردد ښکاری : ایټالیا ، آلمان او فرانسه د امریکی غوښتنی ته چه د افغانستان په جنوبی سیمو کی دې د خپلو  عسکرو په شمیر کې زیاتوالی راولی، مثبت ځواب ورنکړ .


  د کاناډا حکومت د سیاسی اپوزیسیون تر فشار لاندی قرار لری . د دری اپوزیسیون نه یو یی په دې باندې ټینګار کوی چه د کاناډا عسکر فورآ د افغانستان څخه وویستل شی . پاتی دوه اپوزیسون حکومت دیته اړ کړی چه کاناډایی عسکر د ۲۰۰۹ م کال د فروری په میاشت کی د افغانستان څخه وباسی.


  د یادونی وړ ده چه کانادا وروسته د امریکی نه د ۷۲ تلف شوی عسکرو له کبله د انسانی ضایعاتو په اړوند د امریکانه وروسته په دوهمه درجه کی راځی . تر دی دمه پوری په افغانستان کی د امریکا ۴۱۲ عسکر وژل شویدی .


  د ۲۰۰۷ کال د سپتامبر په میاشت کی ،  جنوبی کوریا خپل ۲۰۰ عسکر د افغانستان نه ایستلی دی.


  هالیند اعلان وکړ چه فوځ یی فقط د ۲۰۰۸ کال تر پایه پوری پاتی کیدای شی .


  د افغانستان په جګړه کی د بهرنیو قوتونو مخ په زیاتیدو منفی دریځ مختلف لاملونه لری . د هغی جملی څخه :


  ۱ ـ د بهرنیو نظامیانو تلفات : د ۲۰۰۱ م کال څخه تر ۲۰۰۷ کال پوری ،۷۲۰بهرنی عسکر وژل شویدی. په دغه موده کی د افغانانو د تلفاتو شمیر نیم ملیون اټکل کیږی . د دغه تلفاتو په جمله کی زیاتره ملکی خلک چه د هوایی بمباریو په وسیله وژل شویدی شامل کیږی .


  ۲ ـ د جګړی په اړه د عامه ذهنیت منفی دریځ : په هغو هیوادونو کی چه په افغانستان کی نظامی حضور لری د مختلفو سروی ګانو له مخی اټکل ۵۵ فیصده عامه ذهنیت په افغانستان کی د جګړی سره مخالفت ښودلی دی . لویدیزو حکومتونو د عامه ذهنیت په وړاندی چه په واقعیت کی د حکومت جوړولو اصلی سرچینه ګنل کیږی بی تفاوت پاته کیدای نشی .


  ۳ ـ په یوه قبیلوی ، اسلامی بیرته پاتی هیواد کی د دیموکراسی د اصولو د تپلو په وړاندی مخ په زیاتیدو مخالفت . پدغه برخه کی د فرانسی د دفاع وزیر « مورن » هغه مرکه چه مخکی د کابل د مسافرت نه د لوموند جریدی سره کړی وو ( د ډسامبر ۲۱ ، ۲۰۰۷ کال ) د پام وړ ده . نوموړي ویلی وو : « افغانی ټولنه د خپل تاریخ او کلتور له درکه زموږ د ټولنی سره توپیر لری . موږ باید د سیاسی نظام د جوړولو په ترڅ کی دغه توپیر د پامه و نه غورځوو . په دغه هیواد باندی لویدیز ډوله نظام تپل غلط کار دی » .


  ۴ ـ په افغانستان کی د نړیوال نظامی ائتلاف د برید نه وروسته د ترورستی بریدونو زیاتوالی : بل لامل دی چه د بهرنیو قوتونو په جنګی دریځ یې منفی اغیز شیندلی دی .


  په 2007 م کال کی د نړۍ په کچه ۱۶۰۰ ترورستی عملونه تر سره شویدی . د نوموړی ترورستی بریدونو موخه زیاتره د افغانستان او عراق په د ننه کې وه . دغه شمیر د مخکنی کال په پرتله ۴۰۰ پیښی زیاتی دی .


  ۵ ـ دجګړی په اړه بی ساری لګښت : هم د نظامی ائتلاف په جګړه ایز اراده باندی تآثیر اچولی دی . د افغانستان په جګړه کی هرکال د ایساف او ناتو قواوو له خوآ اټکل ۲۰۰۰ ملیارد ډالر مصرف کیږی .


  ۶ ـ امریکا خپل متحدین استعمالوی : د هغو لویدیزو متحدینو په منځ کی چه د جګړی د دوام په اړه متردد ښکاری ، دا ذهنیت رامنځته شویدی چه د افغانستان په جګړه کی امریکا د تروریزم سره د جګړی تر پلمی لاندی خپل انډیوالان د خپلو سیمه ایزو ستراتژیکو مقاصدو د پاره کاروی . دغه ذهنیت د متحدینو په منځ کی د بی باوری روحیه لاپسی پیاوړی کړی دی .


  د پورتنیو توضیحاتونه څرګندیږی چه د نړیوال نظامی ائتلاف په منځ کی د جګړی په اړه یوه واحده ستراتژی وجود نلری . او امریکا چه زیاتره په جګړه باندی ټینګار کوی د متحدینو په منځ کی منزوی شویده .


  په افغانستان کی نړیوال نظامی ائتلاف خپل منځی اختلافاتو د شته والی سره سره په څو مواردو کی اتفاق نظر لری :


  الف ـ د وسله وال مقاومت په وړاندی د قواوو استعمال د غیر مؤ ثر ثابت شوی دی .


  د جنګی عملیاتو په څنګ کې باید د وسله وال مقاومت سره خبری اتری وشی .


  ب   ـ باید په یوه قبیلوی ، اسلامی محافظه کاره ټولنه کی د لویدیز ډوله سیاسی نظام د تپلو بی ځایه هڅی بندې شی .


  ج ـ د افغانستان په بیا رغونه کی باید د نړیوال نظامی ائتلاف مرستی دوام وکړی . لویدیز هیوادونه باید  د افغانی امنیتی اورګانونو په پیاوړتیا کی اغیزمنه ونډه واخلی . تر څو چه جګړه افغانی شی او زمینه د بهرنیو قواوو د وتلو د پاره برابره شی .


  د  ـ باید ټینګ تدبیر ونیول شی چه د بهرنیو قواوو د وتلو نه وروسته افغانستان د تروریزم او القاعدی په جاله ، یعنی د نړی د امنیت  د پاره د خطر په یوه سرچینه بدل نشی .


  هغه څه چه په ډاګه ویلی شو دا ده چه د بینظیر بوتو ناڅاپی مړینه نړیوال نظامی ائتلاف جنگی غیر واقعبینانه دریځ ته کلک ګوزار دی . نوموړی پیښه انشآله ائتلاف دیته اړ باسی چه خپل انرژی د جګړی په ځای د سولی داعیی ته وقف کړی .


  د افغانستان د کړکیچ په اړوند په راتلونکی میاشتو کی دری مهمی غوندی به جوړی شی :


۱ ـ په پاکستان کی  د امن دوهمه جرګه .


۲ ـ احتمالآ په ایتالیا کی نړیوال کانفرانس .


۳ ـ په « بخارست » کی د ناتو غونډه چه د ۲۰۰۸کال د اپریل په میاشت کی دایریږی او په هغه کی ناتو د یو ډله ایزې پریکړې له مخی د افغانستان د جګړی په اړه خپل دریځ اعلانوی .


په هر حال !‌ اوس مهال په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو حضور د جګړی د دوام او د نا امنۍ په یو لامل بدل شویدی،  بنآ دوی باید په یو مناسب وخت کی د افغانستان نه ووزی . اما مخکی د وتلو نه :


  ــ  د یو بیطرف ، مسلکی او موقتی حکومت د جوړیدو په مقصد د وسله والو مخالفینو سره خبری او توافق وشی .


  ــ د وسله وال مقاومت سره د توافق په بنسټ باندی د یوه کورنی امنیتی میکانیزم د جوړیدو په سر باندی جوړښت راشی .    «  پای »  


فرانسه


د جنوری ۵ ،  ۲۰۰۸کال