کور / تازه خبرونه / پوليسو درې امريکان ونيول

پوليسو درې امريکان ونيول

د لاهور پوليس وايي په دغه ښار کي يې درې امريکايي اتباع هغه وخت ونيول، چي د حساسو دولتي سيمو څخه يې ناقانونه عکاسي کوله.
پوليس وايي دغه امريکايان چي يوه يې ښځه ده، له يوه داسي موټر سره نيول سوي دي، چي د اسلام آباد جعلي نمبير پليټ يې پر نصب کړئ دئ.
د لاهور امنيتي مقاماتو ويلي ياد سوي امريکايان يې تر يو نيم ساعت تحقيق وروسته په لاهور کي د امريکا د کونسلګرۍ په غوښتنه خوشي کړي، خو عکاسي او موټر يې ځني ضبط کړي دي.