کور / تازه خبرونه / لغمان: پنځه کسان وژل سوي دي

لغمان: پنځه کسان وژل سوي دي

د اسوشيېټيډ پريس آژانس په خپل تازه راپور کي وايي چي د لغمان په ولايت کي پنځه وسله وال وژل سوي دي، خو د سيمي اوسېدونکي وايي وژل سوي کسان ملکي وګړي دي.

د خبر له مخي دغه کسان د افغان او ايتلافي عسکرو په عملياتو کي تېره ورځ د لغمان په الينګار ولسوالي کي تر استخباراتي معلوماتو وروسته هغه مهال وژل سوي، چي پر يوه ځاى سره راغونډ سوي وو.

د يادوني وړ ده چي تېره اونۍ هم په لغمان کي ايتلافي عسکرو له خوا اووه کسه ملکي کسان وژل سوي وو، خو د افغانستان د دفاع وزير ويل وژل سوي کسان طالبان دي.