عراق: موټربم چاودنې دوه پوليس وژلي او ٢١ نور ټپيان دي.

61 | دسمبر 13th, 2009


عراقي چارواکو نن يکشنبه وويل : يو موټر چې بمونه پکې ځاى په ځاى شوي وو، په موصل ولايت کې دعراقي پوليسو د جذب وجلب مرکز ته نږدې وچاودېده، چې له امله يې دوه پوليس ووژل شوي او ٢١ نور سخت ټپيان دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره سې شنبې هم په عراق کې ٥ خونړۍ چاودنې وشوې چې له امله يې ١٢٧ کسان مړه ، او ٤٥٠ نور ټپيان وو.

Copyright Larawbar 2007-2024