Ý څلور او څلور اته ( ژباړه : تاثير ــ کوټه)

د لراوبر اداره | جنوري 19th, 2008


په برصغير كې څلور ګاندي ، او څلور بټو چي د شهرت اسمان ته وختل نو قتل شول



موهن داس كرم چندګاندي په 1948 ء كال انداراګاندي د هغه د وزارت عظمٰى په دور كې په ګولۍ و ويښتل شو ذولفقار علي بټو د نواب محمد احمد خان د قتل په كېس كې په 1974 ء كې غرغره شو . شاهنواز بټو او سنجې ګاندي په اسراري توګه باندي په قتل ورسول شول


كه د تاريخ ستم ظريفي ته څير شونو په تېرو 60 كلونو كې په برصغير پاك وهند كې څلور ګاندي او څلور بټو كله چې د هسك پوړيو ته ورسېدل نو واړه قتل كړى شول- موهن داس كرم چند چي د ګاندي په نامۀ سره په ټوله نړۍ كې مشهور و په 30 جنوري 1948 ء كال كې يوۀ شرپسند هندو ناتهورام له ګارډڅخه هغه وخت په ګولۍ وويښت او قتل يې كړو كله چې هغه د خپلې ارامګاه په باغيچه كې د خپلو حاضرينو و يوې غونډي ته د وينا كولو په حال كې و. كه څه هم د هغه نظريه د يو سوله ايز انسان وه خو بيا هم هغه د يوۀ شراچونكي د ناولو لاسونو ښكار شو. له ګاندي جي سره د عقيدت او درنښت په سوب د جواهر لعل نهرو لور اندرا له خپل نوم سره ګاندي ولګاوۀ او اندراګاندي نوم يې اختيار كړو. هغه د هغۀ د وزارت عظمٰى په دور كې د هغه سيك بارډي ګارډانو په وزارت عظمٰى كې په ګوليو و ويښت او قتل يې كړ.


څرنګه چې د هغه يو زوى سنجې ګاندي په يوه هوايي پېښه كې اومړ، خو دوهم زوى راجيوګاندي د انتخابي مهم په وخت په بم والوزل شو. نو د دا څلورو ګاندي د غير طبعي مرګونو په رنګه څلور بټو هم له دې عمل سره مخامخ شول . په 4 اپرېل 1979 ء كال كې د پاكستان د خلكو د ګوند [ پاكستان پيپلز پارټۍ ] مشر او صدراعظم ذولفقار علي بټو د نواب محمداحمدخان د قتل په كېس كې غرغره شو . او له هغه وروسته د هغه يو زوى شاهنوازبټو چې په فرانسه كې له زهر خوړلو څخه يې د خپل ځان قرباني وركړه .


او مشر زوى مير مرتضٰى بټو خو يې په كراچۍ كې پاكستاني پوليسو په داسي حال كې په ګوليو وويښتو او شهيد يې كړو چې د هغه خور بېنظيربټو د پاكستان صدراعظمه وه- هم دا وخت د هغه ياد تازه و چې په 27 دسمبر كال2007 ء كې محترمه بېنظيربټو په لياقت باغ كې په ډزو او بمي چاودنه كې شهيده شوه . دارنګه د برصغير څلور ګاندي اوڅلور بټو د خپلو سياسي منډو ترړو په وجه چې كله د سرلوړۍ و معراج ته ورسېدل نو اته سره د غير طبعي مرګ ښكار شول

Copyright Larawbar 2007-2024