کور / تازه خبرونه / دسوداګری اوصنایعوخونې دفعالیت لپاره نوی قانون توشیح شوو.

دسوداګری اوصنایعوخونې دفعالیت لپاره نوی قانون توشیح شوو.

د افغانستان د سوداګری او صنایعو خونی چارواکو د خصوصی سکټور د فعالیتونو دهمغږی کولو په موخه د نوی تصویب شوی قانون د پلی کیدو خبر ورکړ.
د سوداګری او صنایعو خونی مشر محمد قربان حقجو د یکشنبی ورځ په کابل کی یوی خبری غونډی ته وویل دغه قانون په ۴ فصلونواو۱۷ مادوکې ملی شوراتصویب چی په دی وروستیوکې بیادافغانستان دجمهوررئیس له خواهم توشیح شوي دي .
ښاغلی حقجو وویل دنوی قانون له مخی د سوداګری او صنایعو خونه اړه ده چی بهرنی پانګه جذب کړی،کورنیو تولیداتو ته وده او پراختیاورکړی اونړیوالوبازارونوته دافغانستان دصادراتوپراختیاپه برخه کې هم هڅی وکړي .
ښاغلی حقجوداهم وویل چې ددغه قانون په پلی کیدوسره به
په هیوادکې دبیوزلۍ کچه هم راټیټه شي .
د هیواددسوداګری ځای ناستۍ وزیر وحیدالله شهرانی په دی اړه وویل : دوی به ددغه قانون په پلی کولوکې دسوداګرۍ او صنایعوله خونی سره دچارودهمغږی اوکړن لاروپه جوړولوکی مرسته وکړي .
د یادونی ده چی دافغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د هیواد په ۲۱ سیمه ییزدفترونه لري اوپه ټول هیوادکی کابو ۳۷ زره سوداګراوپانګوال دهغوغړیتوب لري
دمسوولانوپه وینادغه خونه په ۱۲ بهرنیوهیوادوکی هم څانګی لري.