اوباما پر کوټه له حملې سره موافق نه دئ

34 | دسمبر 14th, 2009


د سپيني ماڼۍ څخه خپاره سوي خبرونه وايي په داسي حال کي چي امريکايي استخباراتي اداره او د پنټاګان پوځي مقامات د بلوچستان د کوټي پر ښار د هوايي بريدونو په اړه بحثونه کوي، ولسمشر اوباما له دې نظر مخالفت کوي.
سرچينې ويلي دغسي نظر د بوش د حکومت پر مهال هم موجود و، خو باراک اوباما يې ځکه مخالفت کاوه، چي ممکن په ښاري سيمو کي هوايي بريدونه ملکي تلفات ډېر کړي او همدا راز به د پاکستان د سياسي کړيو او پوځ له خوا مخالفت وښودل سي.
د سپيني ماڼۍ دغه لوړ پوړى چارواکى چي نوم يې نه دئ ذکر سوئ وايي سره له دې چي ولسمشر اوباما پر کوټه هوايي بريدونه عاقلانه کار نه ګڼي خو بيا هم په دې اړه تاوده بحثونه روان دي.
امريکايي چارواکي ادعا کوي چي د افغان طالبانو مشران د بلوچستان په مرکز کوټه کي فعاليت کوي او امريکا به يې د بې پيلوټه الوتکو په ذريعه له منځه يوسي.

Copyright Larawbar 2007-2024