کور / تازه خبرونه / مدنی ټولنه له اتو کلو ځنډ وروسته ملی کړنلاره جوړوی.

مدنی ټولنه له اتو کلو ځنډ وروسته ملی کړنلاره جوړوی.

دافغانستان مدنی ټولنی د خپلو فعالیتونو دهمغږی کولو په موخه ملی ستراتیژی جوړوی.
د مدنی ټولنی اوبشری حقونودشبکې رئیس عزیز رفعی ددوشنبی ورځ په کابل کی په همدی موخه جوړ شوي دوه ورځینی ورکشاپ کی خبریالانو ته وویل په تیرو اتو کلونو کی دمدنی ټولنی فعالیتونه په تیت پرک ډول ترسره او د خلکو ستونزو ته یی ځواب ندی ویلی.
ښاغلی رفیعی وویل دوی له څلوروکلوراهیسی دمدنی ټولنی له پاره د ملی ستراتیژی جوړولوله پاره کارپیل کړی ،چی دهغوپر ځینو توکو لکه د همغږی په رامینځته کولو،دارزونی او څار،لیدلوری ،وړتیا ،او دعامه پوهاوی په برخه کی اوږدی خبری اتری کړی او په دی اړه پریکړی ته هم رسیدلی خوپه دغه دوه ورځینی ناسته کی چی د افغانستان د۳۴ولایتونو استازی ورکی ګډون لری په ځینو نورو توکو لکه : امنیت،رونټیا،او دغوره حکومت کولو پرلارو چاروبه خبری اتری وشی.
ده وویل په دغه ستراتیژی کی دامنیت مسلی ته لومړیتوب ورکړل شوی ډی ځکه چې دمدنې ټولنی فعالیتونه يي له خند سره مخ کړی دي .