کور / راپور / کندهارۍ خزانه ښه نوښت

کندهارۍ خزانه ښه نوښت


 په هېواد كې جګړو ډېرې مېرمنې كونډې كړې او د ډېرو بيا خپل خاوند په كې له لاسه وركړ، اوس ډېرى مېرمنې د خپل كور د نفقې لپاره هېڅ هم نه لري، دوى اړې دي چې كار وكړي او خپل اولاد ته په خپله نفقه پيداكړي.
ډېرې مېرمنې بيا د خپلو پلرونو د بې غورۍ له لاسه معيوبو، په نېشو روږدو، او داسې كسانو ته وركړل شوې دي چې نشي كولاى چې خپل اولاد او خپلې مېرمنې ته نفقه تياره كړاى شي، له دې امله ډېرې مېرمنې له ډول ډول ستونزو سره مخ شوې دي. چې د دې ستونزو له امله په كندهار ولايت كې رنګينې حميدي چې په كندهار كې زېږېدلې او د خپل ژوند يو څه برخه يې په امريكا كې تېره كړې ده، يوه كارخونه جوړه كړې چې په دې خونه كې ۲۵۰ كندهارۍ ښځې په كار بوختې دي، دوى په دې كارخونه كې افغاني جامې ګنډي او بيا يې پلوري، چې ډېرې مېرمنې ښې لاسته راوړنې لري. 
آزادي راډيو د يوه راپور په بڼه كښلي: اته کلنې نازيې زاړه او پينه يي کالي اغوستي، د هغې لپاره لويه هيله دا ده چې د مور کارو بار يې پرمختګ وکړي، د هغې مور له لسګونو ښځو سره يو ځاى ګلدوزي کوي، هغه پر سرمېزي، سربکسيو، کاليو او نورو ټوکرانو ډول- ډول ګلونه ګنډي چې د ګلدوزۍ دې مرکز ته د کندهارۍ خزانې نوم ورکړل شوى دى.
په دې کارځاى کې ښځې په دې افتخار کوي چې د کندهار په كچه يې د ډيزاين او سوداګرۍ داسې مرکز جوړ کړى.
 
اسوشېټېډ پرېس ليکي، د طالبانو په وخت کې ښځو او نجونو نه شواى کولاى ښوونځيو ته لاړې شي او کارونه وکړي، خو دغه کارځاى د سوداګرۍ لپاره داسې يو چانس دى چې دوى په کې پيسې لاسته راوړي او خپلو کورنيو ته نفقه برابروي، البته د افغانستان په داسې يوه محافظه کاره سيمه کې چې ښايي د ښځو دغه کار له خطره تش نه وي.
رنګينه حميدي چې د دې کارځاى مسووليت لري وايي له امريکا څخه افغانستان ته ستنه شوې، هغه په کندهار کې زېږېدلې خو د شوروي تر يرغل درې کاله مخکې امريکا ته تللې او هلته لويه شوې، په دې وروستيو کې کندهار ته ستنه شوې او د ښځو لپاره يې د لاسي کارونو داسې يو کارځاى او سوداګريز مرکز پرانيست چې دوى يې په مرسته ځانونو ته نفقه برابروي.
رنګينې حميدي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې توليدات يې د افغانستان تر څنګ په نورو هېوادونو کې هم زيات مينه وال لري. رنګينه وايي په راتلونكي کې به دغه سوداګري او کار و بار ته وده ورکوي.
کله چې دوه درې کاله مخکې امنيتي وضعه خرابه شوه، رنګينې پرېکړه وکړه چې د يو څو زرو ډالرو په بودجې سره د کندهارۍ خزانې په نوم دغه کارځاى پرانيزي.
رنګينه وايي دوه نيم سوه ښځې ورسره کار کوي، چې٢٣٠ يې په کورونو کې خامکدوزي کوي او شل ښځې په دفتر کې ورسره د ډيزاينرانو په توګه کار کوي. د هغې په وينا هره ښځه چې په کور کې کارونه کوي د مياشتې يوزر او شپږسوه افغانۍ، خو هغه ښځې چې هره ورځ دفتر ته ورځي د مياشتې پنځه زره افغانۍ ګټي.




  په دغو ښځو کې يوه چې پر سره فرش ناسته وه، د نازيې مور وه، څلوردېرش کلنه پروينه، هغه د اوو اولادونو مور ده، هغه پر يوه زنانه کميس د کوچنيو هندارو په ګنډلو بوخته وه، داسې ښکاري لکه د ناوې کميس چې وي.
پروينې له داسې سړي سره واده کړى، چې په نشو اخته دى، ټوله ورځ په کور کې ناست وي.
د طالبانو په حکومت کې پروينې کار نه شواى کولاى، هغې وويل: زه شرمېږم چې نور خپلوان راته ډوډۍ او کالي راوړي، موږ خو څه سوالګر نه يو، زه به پخوا په کور کې وم. خو اوس مې خپلې کورنۍ ته وويل چې خپلوان دې خپل خيرات په کوڅه کې غريبو او سوالګرو ته ورکړي.
کله چې پروينې دا خبرې کولې، د هغې لور نازيې د هغې په وړاندې لاسونه وپړکول او يې ويل: زه نه غواړم نورو ته محتاجه و اوسم، زه به پيسې ګټم.
د هېواد ټولې ښځې د دې ډول مركزونو جوړولو ته لېواله دي، څو په كور كې كار وكړي او بيا يې مركز ته د خرڅلاو لپاره وروړي، افغاني لاسي صنايع نړيوال شهرت لري، چې بايد نوره وده هم وركړل شي، كه چېرې د هېواد هغه كورنۍ ښځې چې بل كار نه لري په كور كې په كار بوختې كړل شي، هم به د دوى له خوا له خپلې كورنۍ سره اقتصادي مرسته وي او هم به د هېواد لاسي صنايع، لكه، غالۍ، خامك ګرېوانونه، خولۍ، دسمالونه، له مريو جوړ شوي كالي او نور وده وكړي او كېداى شي چې نړيوال بازار پيداكړي. په دې سره به ډېرې كورنۍ خپلو ماشومانو ته نفقه پيداكړاى شي او د خپلو كورنيو ستونزو مخنيوى به په خپله وكړاى شي.
د ښځو تر څنګ كه چېرې موږ ماشومان هم په دې ډول كارونو بوخت كړو، دا به د دوى لپاره د سختو كارونو په ځاى آسانه كارونه وي چې سرته يې ورسوي، ځكه چې نن ورځ زموږ ډېرى ماشومان په سختو او ستونزمنو كارونو بوخت دي.
كه چېرې د ښځو او همدارنګه د ماشومانو لپاره دا ډول كارځايونه جوړ شي، بې وزله او بې سرپرسته مېرمنې به وكولاى شي چې خپل اولاد ته نفقه پيداكړي او د هر چا احتياج څخه به خلاصې وي، دولت بايد د داسې كارځايونو لپاره د موكې په برابرولو كې مرسته وكړي څو زموږ د هېواد بې كاره ښځې او ماشومان نور د نورو خيرات ته تمه ونه لري او په خپله د خپل ځان لپاره كار وكړي.